ظريف: ايران له اخلاقي، شرعي او سټراټيجک نظره له ايټمي وسلو سره مخالف دے
(last modified Sat, 12 Oct 2019 12:01:05 GMT )
Oct 12, 2019 16:31 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران له اخلاقي، شرعي او سټراټيجک نظره له ايټمي وسلو سره مخالف دے

د ايران خارجه وزير يو ځل بيا د ايټمي وسلو له جوړولو سره د اسلامي جمهوريت په مخالفت تاکيد وکړ.

محمد جواد ظريف نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، د اسلامي نقلاب معظم رهبر مودې مخکښې اعلان کړےدے چې ايټمي وسلې، غير اخلاقي او د اسلامي اصولو خلاف ورزي ده، نو ځکه د هغو جوړول، ترلاسه کول، ذخيره کول او ترې استفاده کول منعې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... سيد علي خامنه اي د تېرې چارشنبې په ورځ هم د ايران د دوو زرو لوړ سائنسي استعدادونه لرونکو ځوانانو په کتنه کښې له اېټم بم څخه د استفادې د شرعي حراموالي په باره کښې د اسلامي جمهوريت پرېکنده او شجاعانه دريځ ته په اشارې سره تاکيد وکړ، ايران د اېټم بم په جوړولو او د هغه په ساتلو پېسې نه لګوي.

دوي زياته کړه مونږ سره له دې چې کولې شول په دې لار کښې ګام پورته کړوو خو د اسلام د حکم په بنياد مو د ايټمي وسلو استعمال قطعی حرام وګرځوۀ نو هيڅ دليل نشته چې د داسې وسلې د جوړولو او ساتلو لپاره پېسې ولګوو چې استعمال يې مطلقاً حرام دے.

 

ټیګونه