د سوريې په شمال د ترکيې د فوځي حملې په بندولو د ايران د خارجه وزير تاکيد
(last modified Wed, 16 Oct 2019 00:27:54 GMT )
Oct 16, 2019 04:57 Asia/Kabul
  • د سوريې په شمال د ترکيې د فوځي حملې په بندولو د ايران د خارجه وزير تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د سوريې په شمال د ترکيې فوځي حملې د بندولو په لازموالي تاکيد وکړ.

محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې د سوريې په شمال د ترکيې د يرغل په اړه وليکل، په دغه هېواد يرغل پکار دي بند کړې شي، آدانا موافقه دې بنياد وګرځي او د بشر دوستانه نړيوالو حقوقو د بنيادي اصولو خيال دې وساتل شي.

د ايران خارجه وزير د آدانا موافقې په چوکاټ کښې په ټولو اندېښنو باندې په تاکيد سره زياته کړه، پکار دي د عامه خلقو او جنګياليو ترمېنځ فرق وساتل شي.

 

 

ټیګونه