د روسيې، عراق او سوريې له خارجه وزيرانو سره د ظريف ټيلفوني خبرې
محمد جواد ظريف پرون مازيګر د عراق، روسيې او سوريې له خارجه وزيرانو سره په بيله بيلو ټيلفوني تماسونو کښې د سيمې د بدلونونو په خاصه توګه د سوريې د شمال د حالاتو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې په دغو خبرو اترو کښې څلور واړو لورود فرات د سيند په ختيځه غاړه کښې د اوږدې مودې لپاره د پائېدارې قرارۍ د رامنځته کېدو لازمه د سوريې د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا احترام وبلۀ.
په دغو خبرو اترو کښې همدارنګ د دمشق او انقرې ترمېنځ او همدارنګ د سوريې د چارواکو او د سوريې د کرُدو استازيو ترمېنځ د مذاکراتو په کولو تاکيد اوشو.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د رپوټ له مخې د سوريې په شمال د ترکيې د حملې د بندولو لپاره د سيمې د نورو هېوادونو له چارواکو سره د ظريف خبرې اترې به دوام ومومي.
د سوريې په شمال د ترکيې حمله تېره هفته شروع شوې چې پراخ سيمه ايز او نړيوال مخالفتونه يې رابرسېره کړي دي.