روحاني: د امريکې جنګ جوړونو د ترهه ګرۍ اور غرغنډه کړے دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د غېر جانبدارو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې په خپله وېنا کښې د امريکې يواړخيزپاله سياستونه د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرۍ د راڅرګندېدو بنيادي وجه وبلله.
د حکومت د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني پرون د جُمعې په ورځ د آذربائيجان جمهوريت په پائتخت باکو کښې د غېرجابندار غورځنګ د غړيو هېوادونو په اتلسمه سرمشريزه غونډه کښې وويل، د امريکې جنګ جوړونو د نورو هېوادونو لپاره ميليارډونه ډالره لګښت لرلے او د فتنو او ترهه ګرۍ د جرړو د مضبوطېدو سبب شوي دي.
د ايران ولسمشر وويل، د غېرجانبدارو غورځنګ د زياتو نفوسو په اډاڼې او پراخه قلمرو او په نړيوالو ټولنو کښې خپلو رايو ته په پام سره په اسانۍ سره په نړۍ کښې د قوت يو نوے قطب جوړولے شي.
ډاکټر روحاني همدارنګ د سيمې وروستيو نااراميو په اړه وويل،د خپل برخليک په ټاکلو کښې د ملتونو د حق احترام، د يوبل په کورنيو چارو کښې د نه مداخلت ژمنه او د تعلقاتو او خبرو اترو لپاره د مناسبې زمينې برابرول له دغو بحرانونو څخه د وتلو يوازېنۍ لار ده.
ولسمشر روحاني د سيمې د امنيت د ټينګښت په اړه هم وويل، ايران د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د سيمې د صلحې او کرارۍ لپاره د هرمز د صلحې اقدام نومې منصوبه وړاندې کړه چې د دغې منصوبې مقصدد فارس خليج او د هرمز تنګۍ د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د صلحې. ثبات او پرمختګ وده، د روغې جوړې او صلح ايزو او دوستانه تعلقاتو جوړول دي.
روحاني زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت باوري دے چې د ګانډيانو ثبات او امنيت د نړۍ ثبات او امنيت دے او د سيمه ايز امنيت او ترقۍ ترلاسه کېدل به يوازې د ګاونډيانو د ډله ايزې ملګرتيا او مشارکت لا لارې امکان ولري.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د غېر جانبدار غورځنګ غړيو هېوادونو په اتلسمه سرمشريزه غونډه کښې د شرکت او وېنا کولو او د آذربائيجان جمهوريت او په غونډه کښې د موجودو ځينو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې لپاره باکو ته لاړ ؤ.
ډاکټر روحاني له دغه سفر نه وروسته بېګا تهران ته راستون شو. هغه په دغه سفر کښې همدارنګ د آذربائيجان جمهوريټ ، وېنزوېلا، کيوبا او پاکستان له ولسمشرانو، د ملېشيا او بنګلادېش له وزيراعظمانو او د الجزائر له موقته ولسمشر سره ليدل کتل او د دلچسپۍ وړ دوو اړخيزو، سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په باره کښې يې ورسره خبرې اترې و کړې.
د قفقاز د مسلمانانو د ادارې مشر شيخ الاسلام الله شکور پاشازاده هم آذربائيجان جمهوريت ته د حسن روحاني د سفر په وړومبۍ ورځ يعنې د زيارت په ورځ له هغه سره کتنه وکړه.