د ايران خارجه وزير د برجام د ساتنې لپاره په خبرو اترو تاکيد وکړ
(last modified Sat, 09 Nov 2019 00:07:06 GMT )
Nov 09, 2019 04:37 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير د برجام د ساتنې لپاره په خبرو اترو تاکيد وکړ

د ايران د بهرنيو چارو وزير د دې په بيانولو سره چې د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په اړه د خبرو اترو لار خلاصه ده وويل،ايران د برجام له مخې د خپلو حقوقو د خلاف ورزۍ په بنياد د خپلو ژمنو د کمولو څلورم ګام پورته کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف ترکيې ته له رسېدو سره سم د ايران د اسلامي جمهوريت د برجامي ژمنو د کمښت د څلورم ګام په اړه وويل، تهران له دې مخکښې اعلان کړے ؤ چې که د برجام ايټمي موافقې د مقابلو لورو اقدامات څه ځاے ته ونه رسي نو د برجامي ژمنو د کمولو ورپسې ګام به اوچت کړې شي.

د ايران خارجه وزير زياته کړه، تهران د برجام په چوکاټ او د امريکې لخوا د ژمنو د خلاف ورزۍ او د برجام په اړه د اروپايانو کمښتونو او خلاف ورزيو ته په ځواب کښې د خپلو ګامونو له اوچتولو سره سره خبرو اترو ته دوام ورکوي.

ظريف چې د اقتصادي ملګرتياو د تنظيم  اېکو د خارجه وزيرانو د شورا په څلوريشتمه غونډه کښې د ګډون لپاره ترکيې ته لاړ دے وويل: په دغه غونډه کښې به د تنظيم د اصلاحاتو او د ۲۰۲۵ کال د پس منظر په اړه چې په تهران کښې تصويب شو بحث او خبرې اترې وکړي.

 

د اېکو د غړيو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره ليدنې کتنې او خبرې اترې به په دغه سفر کښې د ايران د خارجه وزير له ځينو نورو پروګرامونو څخه وي.

گفت وگو با وزرای امور خارجه کشورهای عضو اکو از دیگر برنامه های وزیر امور خارجه ایران در این سفر خواهد بود.

دغه غونډه به نن د ترکيې په آنتاليا ښار کښې جوړيږي. د ايران د اسلامي جمهوريت، ترکيې، پاکستان، آذربائيجان جمهوريټ، افغانستان، تاجېکستان، ازبکستان، قرقېزستان، قزاقستان او ترکمنستان خارجه وزيران به د اېکو په دغه يوه ورځنۍ غونډه کښې د ډېرو مهمو ګډو اقتصادي مسائلو او د دغه تنظيم د سيمه ايزو اهدافو څېړنه او تعقيبونه کوي.

 

ټیګونه