په نجف کښې د ایران کنسولګرۍ بیا وسوځول شوه
زمونږ خبریال وایی د عراق په نجف اشرف کښې د ایران د اسلامی جمهوریت کنسولګرۍ ته پرون یوځل اور اچول شوی دی .
د عراق د نجف اشرف د ښاری خدماتو مدیریت هم په دغه ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې د اور د خبر په تائیدولو سره وویل اور وژونکو ډلو ددغه اور د مړ کولو لپاره هڅه وکړه .
په تیرې چهارشنبې شپې هم یوشمیر کسانو چې مخونه یې پټ کړی وو او د ځایی سرچینو په وینا د نجف اشرف ښار وسیدونکی نه وو په دغه ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په کنسولګرۍ برید کړی وو او د ودانۍ زیاتې برخې کښې یې په اور کښې سوځولی وې .
په عراق کښې یوشمیر بلواګرو چې د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو د امریکا او د انګلستان په شمول د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوی په تیرو څو اونیو کښې د عراق په بصرې او کربلا ښارونو کښې هم د ایران د اسلامی جمهوریت په کنسولګریو بریدونه کړی وو .
دعراق د بصرې د پولیسو مشر هم ویلی دی صهیونیسټ رژیم ، سعودی عربستان او متحده عربی امارات په دغه هیواد کښې د ثبات او د ارامښت دګډوډولو کوشش کوی .