د ایران د امریکا او د انګلستان ورځپاڼو ته کتته :-
د تهران راډیو خوږو لوستونکو اوریدونکو ښې چارې اوس به د ایران ، د امریکا او د بریتانیا ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
کیهان ورځپاڼې په خپل لومړی مخ په غټو تورو سره په سیمه کښې د امریکا دسیسو ته په اشارې سره لیکلی دی د سیمې د هیوادونو پرضد د امریکا دسیسې اوج ته رسیدلی دی او له دې سره په یووخت په همدغه سیمه کښې د واشنګټن پرضد خوځښتونه پیل شوی دی داسې خوځښتونه چې ټاکل شوی ده د امریکا لګښتونه زیات کړی .
ویل کیږی په عراق او سوریې کښې د امریکا په پوځی اډو له حملو وروسته پرون خبر رسیدلی چې د افغانستان په بګرام سیمه کښې هم د امریکا په پوځی اډې برید شو .
د بریتانیا رویټرز خبری اژانس ایشوا کړی ده چې امریکا په متحده عربی اماراتو باندې له نیوکه کونکو کسانو په جاسوسۍ کولو کښې له ابوظهبۍ سره مرسته کوی .
دغه خبری اژانس وایی د امریکا ځینو پخوانیو چارواکو د جاسوسۍ د یوه (۱) نظام دجوړولو لپاره له متحده عربی اماراتو سره ملګرتیا کړی ده .
په امریکا کښې د عمومی افکارو له دباو وروسته دفاع وزارت پینټاګان مجبوره شو د سعودی عربستان د یوسل پینځه اویا (۱۷۵) محصیلینو چې په پوځی روزنې بوخت دی د الوت پروګرامونه وځنډوی او د عربستان شپږ (۶) ښاریز ونیسی .
اسرائیل ټایمز ورځپاڼې ولیکل د یمن د انصار الله غورځنګ د توغندیو خطر جدی دی .
وروسته له دې چې د یمن دفاع وزیر وویل صهیونیسټ رژیم له لومړۍ ورځې راهسې په یمن تیریو کښې ګډون لرلی او له دغه رژیم څخه غچ اخلو د اسرائیلو رسنیو د یمن د پوځ له توغندیو سره د مقابلې لپاره د تل ابیب په بې وسۍ اندیښنه څرګنده کړه .
د ارجټناین نوی ولسمشر« البرټو فرنانډز »چې د امریکا ضد دی لوړه وکړه چې خپل هیواد د امریکا پرضد کیڼ پالو هیوادونو صف ته ورستون کړی .
د عراق د جماعت علمای مشر او د الحشد الشعبی ځواک د مشر مرستیال «خالد الملا» داعش ډلې ته د ماتی د ورکولو د دریمې (۳) کلیزې په مناسبت وویل که چیرې دینی مرجعیت او حشد الشعبی ځواک نه وائ عراق له لاسه وتلی وو .
د فرانسې اته لکه اتیا زره (۸۸۰۰۰۰) کارګران د لومړی وزیر امانوئل ماکرون د سپمه په سیاستونو او د متقاعد کیدا د قانون په اصلاح اعتراض کښې واټونو ته راووتل او دهغه پرضد یې شعارونه ورکړل .
په ریاض کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو څلویښتمه (۴۰) غونډه په داسې حال کښې وشوه چې د عمان د قطر او د متحده عربی اماراتو مشرانو پکښې ګډون ونکړ او په دې ډول ددغه شورا د غړیو ترمینځ اختلاف له مخکې څخه زیات ښکاره شوی دی .
ټاکل شوی وه چې د ریاض په غونډې کښې له سعودی عربستان سره قطر پخلا شی خو اماراتو او عمان هم په دغه غونډې کښې ګډون ونکړ .
د صهیونیسټ رژیم پارلمان په قانونی فرصت کښې د کابینې له نه جوړیدا وروسته بیا هم د پارلمان ړنګولو ته رایه ورکړه چې په روان کال کښې د دریم (۳) ځل لپاره وارمخکې انتخاب په راتلونکی کب میاشت کښې وشی .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست نوی مشرجوزپ بورل له سپین سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې وویل ایران باید قانع کړو چې د اټومی ژمنو کمول بند کاندی .
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
ایران ، روسیې او ترکیې د سوریې په هکله د استانه د غونډې په پاې کښې په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې په ادلب ښار کښې د ترهګرو تکفیری ډلو د شتون په هکله اندیښنه څرګنده کړه او دسوریې شمال لویدیځ ته د سولې د بیرته ستنیدا په اړتیا یې ټینګار وکړ .
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په دې خبرې سره چې واشنګټن له شمالی کوریا سره د خبرو لپاره د لارو چارو د پیدا کولو هڅه کوی وویل شمالی کوریا له امریکا سره اټومی خبرو ته د ورستنیدا نیت نلری .
د افغانستان د پروان ولایت په بګرام سیمه کښې د امریکا د عسکرو اډې ته نږدې د طالبانو لخوا په یوې ځان وژونکی حملې کښې یو (۱) کس وژل شوی او اتیا (۸۰) نور ژوبل شوی .
په لیبیا کښې جنرال خلیفه حفتر ته د اړونده سمندری ځواک قوماندان ګواښ وکړ د لیبیا اوبو ته د ترکیې د کشتیو د ورننوتلو په بڼه کښې په هغو برید کوو او په سمندر کښې یې ډوبوو .
د لبنان اعتراض کونکو په بیروت کښې د وزیرانو او د استازیو د کورونو مخ ته مظاهرې وکړې او وروسته پولیسو اعتراض کونکی ووهل .
د فلسطین په لسګونو ښاریزو چې کورونه یې د صهیونیسټ رژیم په هوایی حملو کښې ړنګ شوی دی د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه اژانس انروا د ودانۍ مخ ته په پرلتې وهلو سره د ګرمې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه .
د امریکا ولسمشر ټرمپ او د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف په واشنګټن کښې د بیلابیلو موضوعګانو په هکله خبرې وکړې .
د پاکستان سترې محکمې د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری د درملنې لپاره په مشروط ډول دهغه له خوشی کیدا سره موافقت وکړ .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په داسې حال کښې چې د ډیموکراټ ګوند لخوا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو بهیر په ګړندی توب سره روان دی په یوې (۱) مقالې کښې په امریکا کښې د ډیموکراسۍ د ژغورل کیدا یوازنۍ لاره د ټرامپ مواخذه کول وباله .
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر وویل له ایران سره اړونده یو (۱) کس ، پینځه (۵) ادارې او دوې (۲) کشتۍ یې د بایکاټونو په فهرست کښې ورزیاتې کړی دی .
د امریکا د فلوریډا ایالت په هوایی اډې کښې د سعودی عربستان د یوه(۱) محصیل چې د پایلوټۍ زده کړې یې کولې حمله او د واشنګټن د څلورو (۴) عسکرو وژل کیدل سبب شو چې دفاع وزارت پینټاګان په خپل هیواد کښې د سعودی عربستان ټولو پوځی محصیلینو ته د زده کړې کار بند کړی .
د ترکیې خارجه وزیر« مولود چاووش اوغلو» وویل که چیرې امریکا د انقرې پرضد بایکاټ ولګوی نو مونږ له اینجرلیک هوایی اډې د امریکا ټول عسکر وباسو .
په ایران کښې د عراق سفیر «سعد جواد قندیل» د قزوین د امام خمینی رحمت الله علیه په نړیوال پوهنتون کښې په لویدیځې اسیا کښې د بشری حقوقو او د سولې د راتلونکی په نوم لومړنۍ غونډې کښې د ترهګرۍ او له هغې د لویدیځو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره وویل د اقتصاد لړزانده کول د ایران د اسلامی جمهوریت او په سیمه کښې د نورو هیوادونو پرضد د امریکا یو(۱) اوزار دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکی په یوې(۱) کتنې کښې د اوکراین په ختیځ کښې د اوربند لپاره د موافقې په ترڅ کښې په راتلونکو څلورو (۴)میاشتو کښې د نرمانډی د دوهمې (۲) غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
د اسرائیلو د پوځ یوه(۱) جنرال د دغه رژیم په کمزورتیا اعتراف کولوسره وویل د اسرائیلو هوایی ځواک د ایران له توغندیو سره د مقابلې توان نلری .
د ملګروملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش د امریکا او دسعودی عربستان له دباونو سره سره امنیت شورا ته په یوه (۱) راپور کښې د سعودی عربستان د تیلو په ارامکو شرکت حملو کښې د ایران د لاس لرلو په هکله د واشنګټن او د ریاض ادعاګانې رد کړې او ویې ویل نشو کولای په ارامکو شرکت د ایران دحملې ادعاګانې تائید کړو .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیډرال پولیسو ایف بی ایی (FBI) تور ولګاوه چې د حکومت د نسکورولو هڅه کوی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد له یوه(۱) خارجی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل اروپایی هیوادونه په سوریې کښې د ګډوډۍ د رامینځته کولو اصلی عاملان دی .
د انګلستان اینډی پینډینټ ( Independent ) ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې د لویدیځ د یوه (۱) ډیپلوماټ په قول ولیکل متحده عربی امارات په سیمه کښې د تاوتریخوالی د کمیدا غوښتونکی دی او په دې هکله یې امریکا ته ویلی دی چې ابوظهبۍ به د ایران پرضد هیڅ جنګ کښې ګډون ونکړی .
عراق په خپلو کورنیو چارو کښې په لاسوهنې اعتراض کښې د بریتانیا د فرانسې د کاناډا او د جرمنی سفیران احضار کړل او هغوې ته یې خپل اعتراض ورسوه .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه (۱) پټ راپور په خپرولو سره په یوه (۱)راپور کښې ایشوا کړه چې د امریکا وروستیو دریو (۳)حکومتونو د افغانستان په جنګ کښې د واشنګټن د بریالیتوبونو په هکله د خپل هیواد خلکو ته دروغ ویلی دی .
په فرانسې په تیره بیا د پلازمینې پاریس د عمومی ټرانسپورټ په برخه کښې د عمومی کاربندیزونو دوام په پلازمینې کښې تګ راتګ په ټپه درولی دی او حکومت یې تر سخت دباو لاندې وروستلی دی .
اوس به د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼې مهم سرټکی وګورو .
د نړۍ ترټولو ځوانه میرمنه چې څلوردیرش (۳۴)کلنه ده د فینلینډ لومړۍ وزیره شوه .
د انګلستان په لیور پول هوایی ډګر کښې د یوې (۱) الوتکې لپاره د پیښې له رامینځته کیدا وروسته دغه هوایی ډګر په کامل ډول چټی شو .
د امریکا څه دپاسه پینځه نیم لکه خلک کورونه نلری چې نیمایی په کیلی فورنیا کښې وسیږی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش وویل ایران د سعودی عربستان د تیلو په ملی شرکت ارامکو د حملې مسول نه دی او د امریکا او د سعودی عربستان ادعاګانې یې رد کړې .
د انګلستان د جاسوسۍ ادارې ایم ایی سیکس (MI6) یوه پخوانی چارواکی د امریکا د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادی کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د اوسنی ولسمشر ټرمپ له لور ایوانکا ټرمپ سره شخصی اړیکې لرلې .
اوس به د امریکا او د انګلستان دځینو ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بګرام هوایی اډې ته نږدې د طالبانو حملې ته پام کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو دا حمله په داسې حال کې کړې چې له امریکا سره په قطر کې په خبرو بوخت دی.
د مطلب په دوام کې راغلی چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغې هوایی اډې ته تللی وو چې د چهارشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۱مه) طالبانو ورباندی حمله وکړه.
نیویارک ټایمز لیکلی، دا حمله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په پنځمه ورځ وشوه چې بالاخره یې د افغانستان د سولې په اړه شکونه رامنځته کړی دی.
د ورځپاڼې په باور، له یوه لوری خبرې دوام لری او له بل لوری حملې کیږی، نو ښایی د افغانستان اتلس کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودو لپاره د طالبانو د سیاسی او نظامی برخو تر منځ موافقت نه وی.
نیوزویک مجلې هم لیکلی چې په قطر کې د مذاکراتو په جریان کې بګرام هوایی ډګر ته نیږدې پر یوه روغتیایی مرکز حمله وشوه.
مجلې د امریکایی چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دی یاد شوی، لیکلی چې طالبان د کلینک له دیوالو دغې ودانۍ ته ننوتل.
په مقاله کې راغلی چې د چهارشنبې پېښه بګرام هوایی ډګر ته نږدې د طالبانو تر ټولو وروستۍ حمله ده، خو د روان کال په اپرېل میاشت کې هم پر دغه هوایی اډه د چاودېدونکو موادو ډک موټر په واسطه حمله وشوه چې پکې درې امریکایان ووژل شول.
نیوزویک لیکلی، د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی لیدل شوی، خو پر مهال یې بګرام ته نږدې وروستۍ حمله وشوه.
له لندنه خپرېدونکې خپرونې ری ایکشن، په افغانستان کې د اقتصادی فرصتونو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، یو سوکاله افغانستان په یوه اقتصادی مرکز بدلیدای شی.
په مقاله کې راغلی چې طالبانو له شا او خوا درې لسیزې د افغانستان د حکومتونو پر وړاندی جګړه کړې. په ۲۰۰۱ میلادی کال کې په امریکا کې د سپټمبر تر حملو وروسته له امریکا سره هم په جګړه بوخت دی.
مقالې د واشنګټن پوسټ وروستی راپور ته اشاره کړې چې ادعا کوی امریکایی چارواکی له مخکې خبر وو چې د افغانستان جګړه نه شی ګټلای، خو بیا یې هم دې جګړې ته دوام ورکړ.
په دغه اتلس کلنه جګړه کې په افغانستان کې ۲۳۰۰ امریکایی سرتیری وژل شوی.
مقاله لیکی چې که څه هم له طالبانو سره سوله به د امریکایی ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړی، خو په افغانستان کې سوله په یوه توافق لیک نه شی راتلای.
مقاله یادونه کوی چې تاریخ ته په کتو تر جګړې وروسته باید د اقتصادی ودې او کاری زمینې برابرولو لپاره بیارغونه وشی.
د مقالې لیکوال په دې باور دی چې په افغانستان کې د تلپاتې بیارغونې یوه لاره په دې هیواد کې له طبیعی زیرمو څخه ښه استفاده ده.
لیکوال دا استدلال هم کوی چې په افغانستان کې شا او خوا څلوېښت فیصده کاری زمینه د کرنې په برخه کې ده او د سولې لپاره په ځانګړې توګه دا مهمه ده چې د کلیو پراختیا ته پام وشی.
ری اکشن لیکلی چې د افغانستان د تولیداتو صادرات هم یوه مهمه برخه کېدای شی چې د کلیوالو سیمو اقتصاد ته وده ورکړی.
د بیلګې په توګه په مقاله کې انځر، زعفران او جلغوزې یاد شوی چې د صادراتو زیاتول یې افغانستان ته د پام وړ ګټه راوړای شی.
د دې تر څنګ د قیمتی غمیو لکه زمرد یادونه هم شوې ده چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې افغانستان شا او خوا د سلو ملیونو ډالرو په ارزښت زمرد صادر کړل.
په مقاله کې د کریسټی لیلام خونې د ۲۰۱۵ میلادی کال خرڅلاو یادونه شوې چې پکې د افغانستان یو زمرد په نږدې دوه نیمو میلیونو ډالرو وپلورل شو.