د ایران ولس د ټرمپ له دړکو نه ویریږي
د اسلامي ایران خارجه وزیر بیګا د مقاومت د شهیدانو د جنازې په مراسمو کښې د خلکو میلیوني ګډون ته په اشارې سره وویل: د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښونه د ایران ولس نه شي ویرولې.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په جنازه کښې د خلکو د میلیوني شتون د انځورونو په خپرولو سره ولیکل: ټرمپ ایران د نړیوال قوانینو په خلاف ورزۍ او حتی د زور د کارولو، نامتناسب ځواب او د کلتوري مرکزونو د بمباري کولو په شان په جنګي جرمونو ګواښي خو د ایران خلکو نن د دغو ګواښونو ځواب ورکړ. آیا هغه لا هم د دې خلکو د ویرولو هیله لري؟ آیا هغه پوهیږي چې امریکا یې په یو سرزوري رژیم بدله کړې ده؟
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر د اتوار په شپه د ایران د اسلامي جمهوریت د سخت غچ او انتقام له ویرې په یو ټویټري پيغام کښې ادعا وکړه چې که ایران د امریکې په ګټو یا اهدافو حمله وکړي نو واشنګټن په د څو تاریخي او کلتوري مرکزونو په شمول په ایران کښې ۵۲ ځایونه په نښه کړي.