Jan 12, 2020 12:24 Asia/Kabul
  • د مقاومت سردار د ولایت عسکر

دلته ده چی قاسم سلیمانی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وینانمونه ده ، هلته چی فرمایی ، د اسلامی طرز پوځې ، مومن دې ،شجاع دې ، سرشیندونکې دې ، باتدبیره دې ، د دښمن په وړاندې په قدرت سره دریږی خو د ملګری په وړاندې د ځان لپاره هیڅ ډول تکبر نلری ، دا د اسلامی پوځی ځانګړنې دی ، نمونه یې مالک اشتر دې .

سردار قاسم سلیمانی دایران هغه پوځی قوماندان وو چی د امریکاپه وسیله تر شهادته پورې د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د قدس غونډ د قوماندان په توګه فعالیت کاوه . هغه له ستر سټراتیجیک موقعیته برخمن ووخو هیچا ته پته نوه وه چی هغه په سیمه کی څومره نفوذ درلود . په مبارزې پیژندل کیده خو په نړۍ کې یې د سولې ماموریت درلود . مسکا یې جذبونکی او تل وه خو زړه یې له بی عدالتیو او ناځوان مردیو دردمند وو . د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د ۱۳ نیټې پیښې یو ځل د هغه شخصیت جوت کړ چی څومره یې په زړونو کې ځای نیولی دی او چا ته پته نوه وه چی څومره په خلکو ګران دې ، خو شهادت یې نړۍ وخورله .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

حاج قاسم د حاج حسن دریم بچې دې او یوه خور اومشر ورو لری . حاج قاسم له انقلابه مخکې په کرمان کی میشت وو . ماشوم وو چی له کلی لاړ . په کرمان کې یې هم رزمی ورزش کاوه او هم ګلکاری . کاراټې کار او یو جسور او زړه ور کس وو . وړکوټې ورو هم له هغه سره وو . حاج قاسم او سهراب له خپلو دو ترور زامنو سره په یوه کوټه کې ژوند کاوه . حاج قاسم په هماغه وخت کی هم د نورو خیال کاوه .

حاج قاسم د خیر او نیکی کارونه کول ، هر کال به له اختره مخکې د خوړو څښو څیزونه راوړل او د دغې سیمې د ټولو کلیو او د کرمان په جنوب کی ویشل . دا د خوړو څښو شیان یوازې د هغه د زیږنځای قنات ملک  په خلکو پورې محدود نه وو او حتی د کرمان د جنوب نورو ولسوالیو ته به هم ورلیږل کیدل .

د کلی یوه شپیته کلنه بوډۍ چی د قاسم سلیمانی نوم اوری نو وایی چی هو تل به دلته راتله او کله به هم چی راتله نود ټولو پوښتنې له به تله او یا به یې په همدغه جومات کې وینا کوله . ټولو سره به یې مرسته کوله ، په اختر کې به یې وریژې ، غوښه ، چینی او داسې د خوړو څښو څیزونه راوړل او ټولو خلکو ترمینځ به یې ویشل . مونږه هم چیز بی سرپرسته وو یوه برخه به یې زیاته راکوله .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

کمال هغه زده کونکې دې چی یو ځل یې سردار سلیمانی په همدغه سپورټی هال کی لیدلې دې . هغه وایی سلیمانی د خپلو کلیوالو ځوانانو د سپورټ مین جوړیدو سره ډیره دلچسپۍ درلوده . دلته معمولا سیالۍ ترسره کیږی و له نورو کلیو هم راځی خو د روژې کپ له ټولو زیاته ولوله لری . هغه دروژې  د کپ د سیالیو په اړه وایی هغه کال پخپله سردار هم د کپ د ډالیو په دستورو کې څو منټه خبرې وکړې  او ټولو ته یې ساده ډالۍ ورکړه . د ماشومانوترمینځ په ګونډو ناست وو او اتل ټیم هم مشهد ته سفر وکړ . همدغه د مځکې چمن او ګراونډ هم د سردار لطف او برکت دې .خلکو به د سردار سلیمانی د صداقت په دلیل هغه ته د نیکو کارونو او د اړمنو د مرستې لپاره پیسې ورکولې او سردار به هم دا پیسې د اړمنو د مرستې لپاره استفاده کولې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

خو د حاج قاسم سلیمانی او خلکو د رابطې مهم ټکې او د بدلاه پیچومې د ۱۳۹۸ کال په فروردین میاشتې د سیلاب په پیښه کی وو چی د خوزستان ولایت ښارونه په یوه بل پسې د سیلاب له امله په اوبو کې ډوبیدل . دلته وه چی حاج قاسم سلیمانی په اسلامی هیوادونو کی د مقاومت جبهې پریښودلې او د خوزستان جنوب سیمو ته ورغلل تر څو له سیلاب ځپلوسره مرسته وکړی . ناامیده خلکو د خپلو کورونو ، د ژوند وسایلو او کرهڼریزو مځکو د له مینځه تلو د مخنیوی لپاره  حاج قاسم سلیمانی لکه په تورتم کی دامید د ټکی په توګه ولیده او دخلکو ترمینځ د هغه ساده او تشریفاتو پرته شتون او په عربی ژبه  له هغو سره خبرې کولو د هغو لپاره د سیلاب دپړاو سختیانې په خوږلت بدلې کړې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سپاه پاسداران د قدس غونډ قوماندان د ۱۳۹۸ کال په هماغه فروردین او په هغو ورځو کې چی په خوزستان کی سیلاب وو ، په یوه تاریخی مرکه کې وویل حاضر دمه ډیر ټینګار کوی چی د اهل بیتو د حریم د دفاع لپاره سوریې ته ولیږل شی خو په دغه پیښه کې خوزستان له حرمینو  یو ډول دفاع ده ځکه چی له دې بل څه بره دی چی د یوه انسان کرامت وساتل شی تر څو له کوره بې کوره نشی یا دا چی په کیمپونو کې یې کرامت وساتل شی . هغه وویل که د خلکو د کرامت په ساتلو او له انسانی تاوانونو پرته دا کارونه ترسره کړو بی شکه مهمه نتیجه ترلاسه کولې شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

دلته ده چی قاسم سلیمانی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وینانمونه ده ، هلته چی فرمایی ، د اسلامی طرز پوځې ، مومن دې ،شجاع دې ، سرشیندونکې دې ، باتدبیره دې ، د دښمن په وړاندې په قدرت سره دریږی خو د ملګری په وړاندې د ځان لپاره هیڅ ډول تکبر نلری ، دا د اسلامی پوځی ځانګړنې دی ، نمونه یې مالک اشتر دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د سردار شهید سلیمانی الهی مقام د ژوند په بیلا بیلو ډګرونو کې د هغه د اخلاص نتیجه وه . اخلاص د معنوی تکامل یوه اوچته مرحله ده . اخلاص له غیر خدای د نیت پاکول او یوازې خدای لپاره د عمل ترسره کول دی . څوک چی اخلاص ولرلې شی ، د نورو تعریف او تکذیب د هغه په نظر کې یو شانته دی او د عبادت هدف د خالق د رضایت جلبول دی نه بل چا . پیغمبر اکرم ص فرمایی د اخلاص په وسیله د ایماندارو د درجاتو برتری تحقق پیدا کوی .

کله چی سردار سلیمانی یوه غونډې ته ورداخلیدلې نو هغه لپاره به فرق نه کوه چی چیرته کښینی ، ټولو سره به یې روغ بڼ کاوه او د خلکو د خیال ساتلو او خاکسارۍ په وجه د ټولو خلکو په زړه کې یې ځای درلوده.

««««««««««««««««««««««««««««««

سردار سلیمانی په دې وجه له نورو اسطورو سره توپیر لری چی په ایران کې له کومې ډلې وراخوا شخصیت وو ، ټولو ډلو او خواو ورته پام کاوه او له ټولو سره یې ارتباط درلود . سردار سلیمانی د وړو جبهو کس نه وو بلکې د سترو جبهو کس وو چی له کیڼ ، ښې پال ، دودیز ، ماډرن ، حتی شیعه او سنی په کیسو کې هم نه وو . په یوه وینا د نړیوال استکبار په وړاندې یو پتیالې او خپلواکه انسان وو . د هغه ارتباط له ټولو سره ښه وو او پراخې پولې یې درلودې . هغه لپاره د استکبار او استضعاف ترمینځ یوه ستره پوله موجوده وه چی په عمل کې یې هم ښودلی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««

د شهید سلیمانی ورور سهراب سلیمانی وایی سردار سلیمانی یوازې زمونږ کورنۍ پورې اړه نلری ، حاج قاسم زمونږ په کورنۍ کې زیږیدلې دی خو زمونږ کورنۍ سره اړه نلری بلکې له هیواد او درستومسلمانانو سره اړه لری . څه موده وړاندې د کرمان پخوانی والی زمونږ پلار سره کتنه درلوده او هغه ته یې ویلی وو ایا تاسو ته پته ده چی زوې دې څومره مشهور دې او استکبار ترې څومره ویریږی ؟ پلار مې ورته ویلی وو زه حیران یم چی داسې خبرې کوئ ، والی ورته ویلی وو چی ولې ؟پلار مې ورته ویلی وو زما زوې د ولایت یو عسکر دې ، هغو له اسلامه ویره لری نه زما له زوی . سردار سلیمانی یوازې د اسلامی هیواد یوه نښه ده .

«««««««««««««««««««««««««««««

شهید سلیمانی ولسی شخصیت درلود ، له دې امله چی د خدای ښه بنده وو یعنی هغه د هغو مومنانو صفتونه درلودل چی قران کریم معرفی کړی دی .

متواضع او خاکساره دی . پر مځکه ارام او خاکسارۍ سره ځی . شپه له خدای سره خلوت لری او عبادت کوی . په خالصانه ډول د خدای عبادت کوی . اهل توحید دی او له خدای سره د بل معبود عبادت نه کوی . او کله چی جاهلان ورته جاهلانه خطاب وکړی نو په سلام او ښې خبرې سره ورته ځواب ورکوی . د خدای حکم ته تسلیم دی .

مومن خپلې ټولې وجودی چارې خدای تعالی ته سپاری اوپه قران کریم کی حضرت ابراهیم علیه سلام له خدای تعالی داسې مقام غواړی .

د لمانځه په وخت خضوع و خشوع لری او زړه یې د خدای له عشق او مینې سره تړلی دی . یعنی مومنان داسې کسان دی چی په لمانځه کې خاشع او فروتن دی .

 

ټیګونه