Jan 13, 2020 17:11 Asia/Kabul
  • د مقاومت د سردارانود تروردعلتونواوپایلوپه اړه د سید حسن نصرالله د تشریح تازه اړخونه

سید حسن نصر ا... د سردار حاج قاسم سلیمانی د ترور لپاره د امریکا دولت د فیصلې یو مهم علت په سیمه کی د مقاومت د چورلیز لپاره د شهید سلیمانی وحدت جوړونکی شخصیت او کارندوالی وباله .

د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... د جنورۍ په ۱۲ نیټه د حاج قاسم سلیمانی او ورسره د ملګرو په ترور کې د امریکا د ترهه ګرحکومت د جنایت د پایلو او علتونو تازه اړخونه وسپړل .

سید حسن نصر ا... د سردار حاج قاسم سلیمانی د ترور لپاره د امریکا دولت د فیصلې یو مهم علت په سیمه کی د مقاومت د چورلیز لپاره د شهید سلیمانی وحدت جوړونکی شخصیت او کارندوالی  وباله .

د کارندوالی له نظره ډګر جنرال شهید قاسم سلیمانی  په ۲۰۰۰ میلادی کال کی د صیهونیسټ رژیم د عسکرو له نیواکه د لبنان د جنوب په ازادولو کې مهم رول درلودلی دې . شهید سلیمانی په په ۲۰۰۶ میلادی کال کی هم په  ۳۳ ورځنی جنګ کې د لبنانی مبارزانو په څنک کې فیزیکی شتون درلود او د صیهونیسټ رژیم په ماته کې یې مهم رول درلوده . پر دې سربیره شهید سلیمانی له داعش سره په مبارزه ، د سوریې د نظام په ساتلو او همداراز د عراق د مځکنی بشپړتیا په ساتلو کی هم اوچت رول درلودلی دې ځکه چی د ابومهدی المهندس په شان د قوماندانانو او مبارزانو سره یو ځای له داعش سره په جنګ کې فعال ګډون درلودأط دې .

د سید حسن نصر ا... له نظره د شهید سلیمانی شخصیت او کړچار سبب شو چی په ایران ، عراق ، لبنان  او سوریه کی د مقاومت د ډلو د قوماندانانو ترمینځ وروګلویزو اړیکو بڼه خپله کړه . د سید حسن نصرا... په وینا شهید سلیمانی په سیمه کې د مقاومت بیرغوال وو . د مقاومت د ډلو دننه دغه وحدت  د امریکا او صیهونیسټ رژیم د غوسې سبب شوی دی .

سید حسن نصرا... د خپلې وینا په بله برخه کی د مقاومت د سردارانو په ترورکی د امریکاد ترهه ګر حکومت د جنایت پایلې تشریح کړې .

د دغه جنایت یوه پایله دا وه چی د امریکا حقیقی څیره جوته شوه . سید حسن نصرا... په دې هکله وویل د هغه څه په اپوټه چی امریکا کلونه کلونه ترسره کړی وو تر څو ځان په سیمه کی د ټولو ملګری او د ثبات ضامنه وښی ، د حاج قاسم شهادت د امریکا حقیقت په ډاګه کړ .

دوهمه پایله د امریکا په جنایت د ایران د اسلامی جمهوریت غبرګون دې . دغه غبرګون په عین الاسد د توغندوی حملې په چوکاټ کې ترسره شو چی سید حسن نصرا... هم د انقلاب د معظم لارښود په شان دغه حمله امریکا ته یوازې یوه څپیړه وبلله . دغه حپیړې هم درې پیغامونه درلودل ، لومړی د ایران شجاعت ، دوهم د ایران پوځی توان او دریم پیغام هم د صیهونیسټانو لپاره وو تر څو د ایران د پوځی توان د درک کولو په ترڅ کې د ایران او مقاومت د چورلیز پرضد له هر ډول ګواښ ډډه وکړی .

د سید حسن نصرا... د وینا دریمه برخه د چورلیز سټراټیجۍ وه . په حقیقت کی د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... له شهید سلیمانی وروسته په وخت کې د مقاومت د چورلیز سټراټیجۍ  جوته کړه . هماغه ډول چی مخکې د رهبرۍ ستر مقام هم فرمایلی وو د مقاومت سټراټیجۍ سخت غچ دې او سخت غچ له سیمې د امریکایی عسکرو ویستل دی . سید حسن نصرا... ټینګار وکړ د امریکا جنایت ته ځواب د واحدو عملیاتو په چوکاټ کې ندې بلکې یو اوږدبهیر دې چی باید له سیمې د امریکایی عسکرو د وتلو سبب شی .

 

 

ټیګونه