ایران به د الوتکې د نسکوریدا په پیښه کې په خپلو ژمنو عمل وکړی
(last modified Tue, 14 Jan 2020 10:34:56 GMT )
Jan 14, 2020 15:04 Asia/Kabul
  • ایران به د الوتکې د نسکوریدا په پیښه کې په خپلو ژمنو عمل وکړی

حسن روحانی نن د دې خبرې په کولو سره چی د وروستیو ټولو پیښو جرړه په سیمه کی د امریکا ویجاړونکیو اقداماتو ته ورګرځی زیاته کړه د ایران دولت د دغې پیښې د وژل شویو کسانو په تیره بیا د نورو هیوادونو د ښاریزو په وړاندې ځان مسول بولی . روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د دغې پیښې ټول اړخونه جاجول کیږی جوته کړه د دغو جاجونو درستې نتیجې به خلکو ته ورکړل شی .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د تهران په خواکې د یوکرینې الوتکې د نسکوریداد پیښې د وژل شویوکسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ټینګار وکړ د ایران حکومت به په خپلو ټولو قانونی او حقوقی دندو عمل وکړی .

حسن روحانی نن د دې خبرې په کولو سره چی د وروستیو ټولو پیښو جرړه په سیمه کی د امریکا ویجاړونکیو اقداماتو ته ورګرځی زیاته کړه  د ایران دولت د دغې پیښې د وژل شویو کسانو په تیره بیا د نورو هیوادونو د ښاریزو په وړاندې ځان مسول بولی . روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د دغې پیښې ټول اړخونه جاجول کیږی جوته کړه د دغو جاجونو درستې نتیجې به خلکو ته ورکړل شی .

د یوکرین یوه مسافر وړونکی الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د امام خمینی رح هوایی ډګر ته نږدې نسکوره او درستې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې .

 

 

ټیګونه