«د اختلافاتو د هواري مېکانيزم» استعمال لپاره د اروپا اقدام يو سټراټيجکه غلطي ده
(last modified Wed, 15 Jan 2020 00:49:06 GMT )
Jan 15, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • «د اختلافاتو د هواري مېکانيزم» استعمال لپاره د اروپا اقدام يو سټراټيجکه غلطي ده

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د هند په پائتخت نوي ډيلي کښې د جرمني د فيډرل حکومت د بهرنيو چارو د صلاحکار وزير نيلس آنن په کتنه کښې په برجام ايټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو په وړاندې د اروپايانو په بې عملۍ سخته نيوکه وکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په دغه کتنه کښې همدارنګ «د اختلافاتو د هواري مېکانيزم» د استعمال لپاره د هغوي اقدام له حقوقي نظره بې بنياده او له سياسي نظره يوه سټراټيجکه غلطي وبلل.

نيلس آنن هم په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې د اروپا لپاره د ايران له اسلامي جمهوريت سره تعلقات يوه مهمه چاره ده وويل، د اروپا موقف له برجام ايټمي موافقې څخه ملاتړ دے او د دريو اروپائي هېوادونو د بيانيې روح د برجام ړنګول نه دي.

جرمني، برطانيې او فرانسې پرون د يوې بيانيې په صادرولو سره په برجام ايټمي موافقه کښې د اختلافاتو د هواري ميکانېزم فعال کړ.

د دغه مېکانېزم له مخې که هر يو هېواد د يو لوري د ژمنې د خلاف ورزۍ په نسبت د بنيادي نه پابندۍ ادعا وکړي نو دغه ادعا به په څو مرحله ايز بهير کښې او نسبتاً په اوږده موده کښې وڅېړل شي.

اروپايان ادعا کوي چې د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې د ايران اقداماتو د اختلافاتو د هواري د مېکانېزم د فعالولو لپاره زمينه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د برجام ايټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې په خپلو ژمنو د مقابل  لوري د نه پابندۍ په صورت کښې ايران حق لري د خپلو ژمنو اجرا په کلي يا جزئي توکه اودروي.

 

ټیګونه