ایران د زلزلې په وجه ترکیې ته تسلیت ویلی
(last modified Mon, 27 Jan 2020 06:57:10 GMT )
Jan 27, 2020 11:27 Asia/Kabul
  • ایران د زلزلې په وجه ترکیې ته تسلیت ویلی

د ایران د کورنیو چارو وزیر د ترکیې داخله وزیر ته په یو پیغام کښې د دغه هیواد په زلزله کښې د یوشمیر خلکو د مړینې تسلیت ووایه.

د ایرنا د خبر له مخې عبدالرضا رحماني فضلي د ترکیې د کورنیو چارو له وزیر سلیمان سویلو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې د دغه هیواد د خلکو او حکومت لپاره د نیکمرغۍ او سلامتیا آرزو وکړه.

له دې مخکښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني هم خپل ترک همرتبه رجب طیب اردوغان ته په یو پيغام کښې په تسلیت او غمرازۍ سره، د زیانمن شویو سیمو خلکو ته د مرسته رسونې لپاره د ایران د حکومت هراړخیز چمتووالی اعلان کړ.

د ویلو ده چې د جمعې په ماښام د ترکیې په ختیځو سیمو کښې ۶.۸ ریکټره زوروره زلزله راغلې وه چې له امله یې تراوسه لږترلږه ۳۵ تنه مړه شوي او څه باندې یو نیم زره نور زخمي شوې دي.

 

ټیګونه