د ایران د خلکو وحدت د امریکې د دسیسو د ماتې وجه ده
ولسمشر حسن روحاني: د ایران د خلکو یووالی او پیوستون د امریکې د دسیسو د ناکامۍ او ماتې سبب شوی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکا له ایټمي موافقې په وتلو او د سردار قاسم سلیماني په ټرورولو سره د ایران د یوازې کولو په لټه کښې وه، ټینګار وکړ: د ایران د خلکو یووالی او پیوستون د امریکې د دسیسو د ناکامۍ او ماتې سبب شوی دی.
ولسمشر حسن روحاني نن د ټول ایران د والیانو او ولسوالانو په غونډه کښې په سیمه کښې د ایران اقتصادي ودې ته په اشارې سره څرګنده کړه: دښمنان د ایران د خلکو د قدرت او د هیواد د اقتصادي ترقۍ په لیدو سره د ولس د وحدت، پیوستون، ارامښت او اقتصاد د ختمولو په لټه کښې دي.
د ایران ولسمشر هم داشان د فرورۍ په یویشتمه د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د یولسم پړاؤ د انتخاباتو ترسره کیدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په مختلفو ډګرونو کښې د ایران د ولس شتون د ایران د اسلامي جمهوریت د دائمي قدرت لامل دی.