د ایران او روسیې اړیکې مخ په پراختیا دي
(last modified Tue, 28 Jan 2020 02:11:19 GMT )
Jan 28, 2020 06:41 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې اړیکې مخ په پراختیا دي

ایران او روسیه د امریکې له دباؤنو سره سره د خپل مینځي اړیکو د پراخولو هوډ لري

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران او ماسکو اړیکې مخ په پراختیا او ترقۍ وبللې او ټینګار یې وکړ چې  د امریکې د دباؤنو باوجود به ایران او روسیه خپلې اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې کړي.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د روسیې د دوما (پارلیمان) د مشر ویچسلاؤ وُلودین Vyacheslav Volodin په کتنه کښې د هیوادونو د اړیکو په پراختیا و ژورتیا کښې د پارلیمانونو د رول په اهمیت باندې په ټینګار سره هیله وښودله چې د ګډې پانګونې په لړ کښې د ایران او روسیې ټولې موافقې زرترزره د اجرا مرحلې ته ورسیږي.

حسن روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د سیمې ثبات غواړي، زیاته کړه: د ایران، روسیې او چین درې اړخیزې اړیکې او په عمان سمندر کښې یې د ګډو پوځي مشقونو ترسره کول په دې معنا دي چې درې واړه هیوادونه په خپلو کښې د لانزدې اړیکو لرلو ته هوډمن دي.

په دغه کتنه کښې د روسیې د دوما مشر هم له ایران سره د خپل هیواد اړیکې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د پریکړو نتیجه وبلله او زیاته یې کړه: د روسیې پارلیمان باوري دی چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو فیصلې باید اجرايي شي څو په مختلفو سویو یې روابط لاپراخ شي.

 

ټیګونه