د سلواغې دولسمه، د ایراني ولس د وحدت او یوموټې توب ځلا
نن د سلواغې د میاشتې دولسمه نیټه د اسلامي انقلاب د سباؤن د مبارکې لسیزې وړومبۍ ورځ ده.
له ننه ۴۱ کاله مخکښې په دې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) له وطنه د څوارلس کلن لرې توب او جلاوطنۍ وروسته د خلکو د تود او زوږناک هرکلي په مینځ کښې ایران ته راستون شو او دغه ورځ د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې په یوې تل پاتې نیټې بدله شوه.
د سلواغې دولسمه د پاچا له رژيم سره د ایران د ولس په مبارزو کښې د بدلانه یو پيچومی و او یوازې لس ورځې وروسته د ایراني ولس انقلاب له رژيمه د امریکې د ملاتړونو سره سره بریالی شو.
امام خمیني ایران ته له راستنیدو سره سم په مهر آباد هوايي ډګر کښې په خپله وینا کښې د ایراني ولس د کامیابۍ راز د کلمې په وحدت کښې وباله او ویې فرمایل: مونږ بایدد ولس د ټولو پرګنو مننه وکړو چې دا بریا تر دې ځایه د کلمې د وحدت له لارې وه. د مسلمانانو د کلمې یووالی، له مسلمانانو سره د مذهبي اقلیتونو د کلمې وحدت، د پوهنتون او د علمي مدرسې وحدت، روحاني او د سیاسي لوري وحدت. مونږ ټول باید په دې راز پوه شو چې د کلمې وحدت د بریالیتوب راز دی او دا رمز له لاسه ور نه کړو.
اوس د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۱ کاله وشول. امریکې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونو کښې په دوامداره توګه هڅه وکړه چې په دسیسو او له انقلاب ضده او په پرزیدلي رژیم پورې له پییلو عناصرو په ملاتړ سره د ایران اسلامي جمهوریت له دننې څخه کمزوری کړي. خو د ایران ولس د تپلي جنګ د پړاؤ په شان حساسې او برخلیک ټاکونکې ورځې د دښمنانو په دسیسو باندې په برلاسي او بریالیتوب سره تیرې کړې دي. په حقیقت کښې په دې ټولو کلونو کښې د انقلاب د خرابولو او د ایراني ولس د تسلیمولو لپاره خپل ټول توان وکاروه خو دغه دسیسې یې بې ګټې پاتې شوې.
په دې تاریخي بهیر کښې دریو مهمو عناصرو رول لرلی دی. وړومبۍ عنصر، د دسیسو په وړاندې د ایران د خلکو صبر او دریدنه ده.
د ایران ولس په یوموټي توب او د کلمې په وحدت سره د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې سترې ورځې ثبت کړې دي. د دې ځانګړتیا دوام تل دښمنان څنډې ته کړې دي او ګواښونه یې د ولس د پیوستون او اقتدار د پیاوړتیا په لړ کښې په اغیزناکو فرصتونو بدل کړې دي.
دویم عنصر، د ایران د جمهوري اسلامي نظام نرم قدرت دی چې خپل موخو ته د دښمنانو د رسیدو خنډ شوی دی.
دریم عنصر د ایراني ولس، دښمن پيژندنه ده.
د ایران ولس په حساسو پړاؤنو کښې په دښمن پیژندنه کښې په هوښیارۍ سره تل ښودلې ده چې هیڅکله دښمن د هغه اهدافو ته رسیدو ته نه پریږدي.
دا ځانګړتیاوې د اسلامي انقلاب د تل پاتې والي او لوړتیا د وجوهاتو یوه برخه ده چې د امریکمې له ټولو دسیسو، ټرورونو او بندیزونو سره سره یې دوام لرلی دی او په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې د ایران د ولس د عزت او اقتدار د زیاتیدو سبب شوې ده.
په حقیقت کښې اسلامي انقلاب او ترې راپورته شوی نظام د ټولو ستونزو سره سره په تیرو ۴۱ کلونو کښې ورځ تر بلې لا مضبوط شوی او له دې وروسته به هم داسې وي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي یو کال مخکښې هم، پنځمې لسیزې ته د جمهوري اسلامي نظام د داخلیدو په درشل کښې د انقلاب د دویم ګام مهمه بیانیه صادره کړه. د دغې بیانیې په یوه برخه کښې څرګنده شوې ده: جمهوري اسلامي نظام اوس د ځان جوړونې، تمدن جوړونې او ټولنې ته د پاملرنې پړاؤ ته رسیدلی دی.
(د انقلاب د دویم ګام) بیانیه به د جمهوري اسلامي د ژوند نوی باب جوړ کړي.
په دې نوي پړاؤ کښې به نه یوازې د انقلاب له ارزښتونو او ارمانونو هیڅ شی کم نه شي بلکې د ایران ولس په تاندوالي او کلک هوډ سره د اسلامي انقلاب د ارزښتناکو اهدافو او ارمانونوتعقیبونې ته هوډمن دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*