شهید سلیماني د ایران د دریځونو بیانونکی وو
زمونږ خبریال وايي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور به د مقاومت دچورلیز هوډ او اراده نوره هم زیاته کړي .
هغه د لبنان له «العهد« خبري سایټ سره په مرکه کښې شهید قاسم سلیماني په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ بیانونکی وباله او ویې ویل د سلیماني له لاسه ورکول په سیمه او نړۍ کښې د سولې د ټولو پلویانو لپاره سخت تاوان ګڼل کیږي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ په سیمه او په تیره بیا عراق او سوریې کښې د ډګر جنرال سلیمانی له شهادت وروسته بدلونونو د ټولو خلکو پام په سیمه کښې د امریکا ورانکار سیاست ته اړولی دی .
جواد ظریف د پیړۍ د معاملې د پلان په هکله هم وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پیړۍ د معاملې د پلان په مطرح کولو سره په انتخاباتو کښې د بریالیتوب او په واک کښې د پاتې کیدا هڅه کوي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ د پیړۍ د معاملې پلان نه یوازې یو(۱) غیر حقیقي پلان دی بلکې له سیاست سره هیڅ ارتباط نلري او هغه د صهیونیسټ رژيم د واکمنۍ د پیاوړي کولو لپاره یوه (۱) تجارتي معامله ده .
جواد ظریف وویل امریکا د فلسطین په هکله تل د صهیونیسټ رژیم پلویتوب کړی دی او هیڅکله مینځګړي نه ده او د فلسطین خلک اوس دې نتیجې ته رسیدلي دي چې امریکا د دوې د خاورې په هکله مینځګړیتوب نشي کولای بلکې په کاملا افراطي ډول د صهیونیسټ رژیم ملاتړ کوي .