د ايران او پاکستان د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا تاکيد
په اسلام آباد کښې د ايران سفير او د پاکستان او ايران د پارلېماني دوستۍ ډلې غړيود دواړو هېوادونو ترمېنځ د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په پاکستان کښې د ايران سفير سيد محمد علي حسيني پرون د پاکستان او ايران د پارلېماني دوستۍ ډلې د غړيو په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې پارلېمانونه د دوو اړخيزو ملګرتيا په زمينه کښې د خنډونواو مشکلاتو هوارولو کښې يو مهم رول لري وويل، د دواړو هېوادونو پارلېمانونه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د پراخو ولسي تعلقاتو زمينه جوړونکي کېدې شي.
حسيني زياته کړه: ايران او پاکستان دواړه هېوادونه پکار دي اجازه ورنکړي چې له سيمې وراخوا يو قوت دې له دې سيمې نه زرګونه ميله لرې فاصلې سره د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ملګرتياو په بهير کښې خنډونه رامنځته کړي.
د پاکستان او ايران د پارلېماني دوستۍ د ډلې مشر نويد قمر هم د کشمير په قضيه کښې د ايران د لوړ رتبه چارواکو او د اسلامي شورا د جرګې د استازيو له دريځونو څخه په قدرونې سره وويل: د ايران اسلامي جمهوريت تل د مسلمانانو له حقوقو څخه د دفاع په زمينه کښې فعال رول لرلے دے.
د ايران د سفير او د پاکستان او ايران د پارلېماني دوستۍ ډلې غړيو په کتنه کښې د دواړو هېوادونوپه تېره بيا په اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ملګرتياو به زياتولو کښې د مشکلاتو او خنډونو په لرې کولو تاکيد اوشو.