روحانی:د نړۍ مشران د ایرانی ملت مقاومت ته ګوته په خله دي
ښاغلی روحانی په بیلا بیلو زمینو کې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل کله چی د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس ماهرانو د تهران د برجامی ژمنو له کمولو او د فعالیتونو په له سره پیلولو کې د ایران له اقدامه وروسته له ایټمی مرکزونو کتنه وکړه نو د نویو سانټری فیوجونو په تولید کې یې د ایران د پرمختګ په چټکتیا حیرانتیا څرګنده کړه .
روحانی وویل دنړۍمشران دغلیمانود دباونوپه وړاندې د ایران مقاومت ته حیرانه دي .
ښاغلی حسن روحانی نن د خوارزمی د درې دیرشم نړیوال نندارتون د پاې په دستورو کې زیاته کړه درستو لویدیځو او اروپایی مشرانو لپاره د حیرانتیا خبره ده چی د ایران ملت د درستو دباونو په وړاندې مقاومت او په علم او پوهې کې پرمختګ کوي .
ښاغلی روحانی په بیلا بیلو زمینو کې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل کله چی د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس ماهرانو د تهران د برجامی ژمنو له کمولو او د فعالیتونو په له سره پیلولو کې د ایران له اقدامه وروسته له ایټمی مرکزونو کتنه وکړه نو د نویو سانټری فیوجونو په تولید کې یې د ایران د پرمختګ په چټکتیا حیرانتیا څرګنده کړه .
د اسلامی ایران ولسمشر په هوا فضا کې د ایران پرمختګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ایران په دې زمینه کې ښه ګامونه پورته کړي دي او خپل تحقیقاتی بهیر ته دوام ورکوي .
ښاغلی روحانی همداراز د علمی زمینې په شمول په بیلا بیلو زمینو کې د نړۍ له هیوادونو سره د ایران د ملګرتیا د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.