د ایران سرحدونه د لنډ مهال لپاره بند شوې دي
(last modified Tue, 25 Feb 2020 01:25:59 GMT )
Feb 25, 2020 05:55 Asia/Kabul
  • د ایران سرحدونه د لنډ مهال لپاره بند شوې دي

د ایران د خارجه وزارت ویاند له ځینو ګاونډي هیوادونو سره د خپل هیواد د پولو تړل کیدل لنډمهاله او له کورونا وایرس سره د مقابلې لپاره وبلل.

سید عباس موسوي بیګا په ایران کښې د کورونا وایرس په هکله زمونږ خبریال ته وویل: کله چې په ایران کښې د کورونا وایرس شتون جوت شو، زمونږ ګاونډیان خپلو هیوادونو ته د دغې ناروغۍ له وررسیدو اندیښمن شول خو دا چاره دې له ګاونډي هیوادونو سره د ولسي تګ راتګ او یا د صادراتو او وارداتو د بندیدو سبب نه ګرځي.

موسوي وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفارتخانو له لارې د ګاونډي هیوادونو له جګ پوړو چارواکو سره صلاح مشورې پیل کړې دي چې ډاډ ورکړي هیڅ ډول شکمن موارد به له پولو ور وا نه وړي.

موسوي په دې خبرې سره چې ډیره لرې ښکاري چې له ایران سره د ګاونډي هیوادونو د سرحدونو بندیدل دائمي او دوامداره وي، وویل: دا یو مخه نیونکی او لنډمهاله اقدام دی چې ځینو ګاونډي هیوادونو ترسره کړی دی.

 

ټیګونه