د کرونا موضوع ،پر ایران د زیاتره دباؤ د سټراټژۍ بشپړتیا ده
د امریکا خارجه وزیر له دې مخکې په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، چې امریکا په دې سخته اندیښمنه ده چې ا یران د کرونا ویروس دخوریدا په باب ځیني جزیات پټ کړي دي .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني دکرونا و یروس د خوریدا په پلمې د ایران په ضد ددښمن نوي دسیسې ته په اشارې سره ټينګار کړ ی ،ټاکل شوې ده ، په کرونا لفظ او موضوع سره پر ایران د زیاتره د باؤ سټراټژي بشپړ شي .
علی شمخاني بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،له ایران سره د مځکنیو او هوائي پولو دتړلو او د ایران دځينو خبرو پټونو په باب د دروغو لپاره په ځينو هیوادونونفسیاتي دباؤنه ، د دښمنانو د نوي لارې نقشه ده .
شمخاني له دې مخکې هم په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو د شمیر په باب د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دلاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار کړ ی دی ، په هغه څه د پمپئو اندیښنې څرګندول چې ایران د کرونا ویروس په باب د ځينو خبرو پټول بللي دي ، په داسې حال کې دي چې تر دې دمه د عین الاسد امریکائي ترهه ګر پوځي کیمپ ، په افغانستان کې د جاسوسي الوتکې ، په امریکا کې د آنفولانزا د سږکال مرګ د حقیقتونو په باب او دغه راز دځينو نورو مسئلو په باب دسپينې مانۍ له خوا هیڅ خبرونه نه دي خپرۀ شوي .
د امریکا خارجه وزیر له دې مخکې په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، چې امریکا په دې سخته اندیښمنه ده چې ا یران د کرونا ویروس دخوریدا په باب ځیني جزیات پټ کړي دي .