علي شمخاني:
د بائيکاټ او بدقولۍ وائرس له کورونا نه زيات نړيوال امنيت ګواښي
Mar 07, 2020 15:58 Asia/Kabul
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر وويل، د بائيکاټ او بدقولۍ وائرس له کورونا نه زيات نړيوال امنيت ګواښي.
علي شمخاني نن په خپل يو ټوئيټ کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو وروسته له ايران سره د مرستې د چمتووالي لپاره د امريکې ادعا ته په اشارې سره وويل: د امريکې ادعا يوازې د برجام د موافقې په قانوني ژمنو باندې په عمل سره د رښتيا آزمائنۍ وړ ده.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي هم له دې مخکښې ايران ته د روغتيائي او درماني مرستو د لېږد په اړه د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو ادعا يو تبليغاتي او رياکارانه حرکت وبلۀ او تاکيد يې وکړ، دغه ادعا په سياسي اغراضو سره او د نړۍ د عامه افکارو د غولولو لپاره شوې ده.
ټیګونه