د اوبو د سرچينو د مديريت او ډېم جوړونې په زمينه کښې له پاکستان سره د ملګرتياو زياتولو ته د ايران چمتووالے
(last modified Thu, 12 Mar 2020 00:45:16 GMT )
Mar 12, 2020 05:15 Asia/Kabul
  • د اوبو د سرچينو د مديريت او ډېم جوړونې په زمينه کښې له پاکستان سره د ملګرتياو زياتولو ته د ايران چمتووالے

په اسلام آباد کښې د ايران سفير د اوبو د سرچينو د مديريت او د ډېم جوړولو لپاره د فني او انجنيئرۍ په اړه د ملګرتياو د زياتولو لپاره د تهران چمتووالے اعلان کړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير سيد محمد علي حسيني د پاکستان د اوبو د سرچينو د وزير فېصل واوډا په کتنه کښې په مختلفو سياسي او اقتصادي برخو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د وروستي حالت په بيانولو سره د ايران او پاکستان د هر اړخيزو تعلقاتو په زياتولو تاکيد وکړ.

فېصل واوډا هم په دغه کتنه کښې د پاکستاني چارواکو له نظره د اسلام اباد او تهران د تعلقاتو اهميت ته په اشارې سره د اوبو د سرچينو د مديريت او د ډېم جوړونې په زمينه کښې د دواړو هېوادونو د نزديو ملګرتياو هرکلے وکړ.

فېصل واوډا همدارنګ د اسلامي نړۍ د ګټو د پوره کولو په لړ کښې د پاکستان او ايران له مخکښې نه د زياتې ملګرتيا په ضرورت تاکيد وکړ.

 

ټیګونه