ايران امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري، ټرمپ دې د امريکې د خلقو په فکر کښې اوسي
(last modified Fri, 13 Mar 2020 07:57:28 GMT )
Mar 13, 2020 12:27 Asia/Kabul
  • ايران امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري، ټرمپ دې د امريکې د خلقو په فکر کښې اوسي

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند نن سحر په ټوئيټ کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې په خاطر له ايران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د چمتووالي په اړه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا په ځواب کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ د ترټولو غوره، کارآمده او تکړه ډاکټران او طبي عمله لري امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري.

د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي ټرمپ ته په خطاب سره زياته کړه، امريکه پکار دے د رياکارانه زړۀ سواندئ او متنفرونکې احسان اړونې په ځاے دې اقتصادي ترهه ګري او معالجاتي ترهه ګري بنده کړي چې طبي عملې او خلقو ته درمل او طبي سامانونه اورسيږي.

موسوي په دوام کښې له ټرمپه اوغوښتل پکار دي د امريکې د خلقو په فکر کښې اوسې.

ډونالډټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کښې د ائېرلېنډ له وزيراعظم سره په کتنه کښې ادعا  وکړه، امريکه د نړۍ ډېر غوره ډاکټران لري او له کورونا سره د مقابلې لپاره يې ايران ته د مرستې وړانديز کړے دے.

 

ټیګونه