د حضرت امام حسین ع د زوکړې کلیزه دې مبارک وي
زمونږ خبریال وايي نن د ۲۰۲۰ میلادي کال مارچ د میاشتې اتویشتمه(۲۸) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې دریمه(۳) نیټه ده چې د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې له کلیزې او په ایران کښې د پاسدار له ورځې سره سمون خوري .
د شعبان د میاشتې دریمه (۳) نیټه د شریعت محمدي او د اسلام د ستر پاسدار حضرت امام حسین علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري کوم چې په کربلا کښې په خپلې بې ساري سرشیندنې سره د دنیا ټولو خلکو ته د عزت او د پتیالیتوب درس وزده کړ داسې شخصیت چې د ګران اسلام او د قران کریم د دفاع او پاسداراۍ بیلګه شو .
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې ورځ د پاسدار ورځ ونوموله چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام عزت ، پتیالیتوب او بصیرت د تل لپاره د شیعیانو په تیره بیا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د ژوند او د سیرت بیلګه شي .
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د اسلامي جمهوري نظام او د اسلامي انقلاب په ساتنې او حفاظت کښې د یوه (۱) اغیز شیندونکي ځواک په توګه یو (۱)ستر ویاړ دی چې د ایران په تاریخ کښې تل ځلیږي .