له اويشت زرو زياتو کورونائي بيمارانو شفاء بيامونده
(last modified Tue, 07 Apr 2020 10:59:48 GMT )
Apr 07, 2020 15:29 Asia/Kabul
  • له اويشت زرو زياتو کورونائي بيمارانو شفاء بيامونده

د ايران د روغتيا وزارت وويل: شفاء موندونکي په چټکتيا سره مخ په زياتېدو دي او تر اوسه اويشت زره نهه دېرشو هغو کسانو چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو شفاء بيا موندې ده او له روغتونونو رخصت شوي دي.

د ايران روغتيا د وزارت د عامه تعلقاتو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په مرکه کښې په هېواد کښې په کورونا وائرسو باندې د اخته کسانو د وروستيوشمېرنو په اړه وويل: په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې او پرکنده تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې دوه زره نهه اتيا نور کسان په کورنا وائرسو اخته شول.

هغه زياته کړه،

د نويو کسانو په شاملېدو سره په ايران کښې په  دغه بيمارۍ د ټولو اخته کسانو شمېر دوه شپېته زره ، پينځه سوه نهه اتيا تنو ته اورسېد.

جهانپور همدارنګ په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې يو سل درې دېرش وفات شويو کسانو ته په اشارې سره وويل، تر اوسه په ايران کښې له دغې بيمارۍ له کبله د مړو شمېر درې زره اته سوه دوه اويا تنو ته رسېدلے دے.

 

ټیګونه