په ایران کې په کروناویروس ککړکابو۵۲زره کسان ښه شول
(last modified Thu, 16 Apr 2020 10:43:27 GMT )
Apr 16, 2020 15:13 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناویروس ککړکابو۵۲زره کسان ښه شول

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر نن پورې څه دپاسه دوه میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دغو کسانو څه دپاسه یو لک پنځه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او له درملنې وروسته کابو پنځه لکه شپاړس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال  راپور راکړ د اسلامی ایران  د روغتیائي چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې  له خبریالانو سره په خبرو کې   په هیواد کې  په کرونا ویروس دککړتیا کمیدونکي بهیر دوام ته په اشارې سره  روښانه کړې ، په تیر شواروز  کې  او د تشخیص په  پریکنده معیارونو په اساس په درست هیواد کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ ککړ یوزر شپږ سوه شپږ کسان پیژندل شوي  چې  په هیواد  کې په کرونا ویروس  دککړوکسانو شمیر اوه اویا  زره نهه  سوه اوه نوي تنو ته رسیدلی دی .

جهانپور  په تیرو ۲۴ساعتونو کې د نورو دوه نوي کسانو مړینې ته په اشارې سره  زیاته کړې،په ایران کې په کرونا ویروس له ککړو کسانوڅخه تردې دمه څلور زره اته سوه نهه شپيته کسانو خپل  ژوند له لاسه ورکړی دی .

 په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر نن پورې څه دپاسه دوه میلیون کسانو ته رسیدلی چېله دغو کسانو څه دپاسه یو لک پنځه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او له درملنې وروسته  کابو پنځه لکه  شپاړس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

وروستي راپورونه ښئ،په امریکاکې  په کرونا د ککړو کسانو شمیر تر نن سهار پورې شپږ لکه څلورڅلویښت زره  درې سوه اته څلویښت،مړي اته ویشت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنو ته،په اسپانیا کې د ککړو کسانو شمیر یولک دوه اتیا زره اته سوه شپاړس ، په ایټالیا کې یو لک پنځه شپیته زره سل مړي ئې اولس زره دوه سوه ،جرمني کې یو لک څلوردیرش زره اوه سوه پنځوس تنو ،انګلستان کې د ککړو کسانو شمیراته نوي زره څلور سوه اویا، دمړو شمیر ئې دولس  زره اته سوه شپیته تنو  ته رسیدلی او وئیل کیږي ، دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

 

ټیګونه