په ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۴۵زره کسان ښه شوي دي
(last modified Fri, 17 Apr 2020 11:33:35 GMT )
Apr 17, 2020 16:03 Asia/Kabul
  • په  ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۴۵زره کسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر نن څه دپاسه دوه میلیون اویو لک تنو ته زیات شوی چې له دغو شمیرنو څه دپاسه یو لک اوه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو پنځه لکه څلورپنځوس زره کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې  وئیلي دي ،تر دې دمه  په ایران کې  په کرونا ویروس له ککړو کسانو څخه  په درملنې پسې  څلور پنځوس زره  څلورشبیت  تنه ښه شوي او له روغتونونو هم  رخصت شوي دي .

 کیانوش  جهانپور  په ایران کې د کرونا ویروس دککړتیا دبهیر د ځوړتیا دوام ته په اشارې  سره  روښانه کړې ، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې  او د تشخیص  د  ټاکلو معیارونو په اساس ، یوزر څلور سوه نهه نوي  کسان په کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ ککړ پیژندل شوي  چې په ټول کې په ایران کې د ککړو کسانو شمیر نهه اویا زره څلور سوه څلور نوي تنو ته زیات شوی دی .

 هغه  په تیرو ۲۴ساعتونو کې د  نورو ۸۹کسانو مړینې ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  په ایران کې د  کرونا ویروس دخوریدا له وخت راهسې تر دې دمه  د قربانیانو شمیر څلور زره نهه سوه اته پنځوس  کسانو ته رسیدلی دی .

داپه داسې حال کې دي چې  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر نن  څه دپاسه دوه میلیون  اویو لک تنو ته زیات شوی  چې له دغو شمیرنو څه دپاسه یو لک اوه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او کابو پنځه لکه څلورپنځوس زره کسان هم له  درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

وروستي راپورونه ښئ چې  په  دنیا کې په کرونا ویروس  په ککړتیا کې امریکا په لومړي لمبر ده  او په دغه هیواد کې تر دې دمه په کرونا  د ککړو کسانو شمیر شپږلکه پنځه اویا زره شپږ سوه، دمړو شمیر ئې  څلوردیرش زره پنځه سوه دوه ویشت ،په اسپانیا کې د ککړو کسانو شمیر یو لک څلوراتیا زره نهه سوه پنځوس ،د مړو شمیر ئې  نولس زره  درې سوه شل ،په ایټالیا کې د ککړو کسانو شمیر  یو لک اته شپیته زره پنځه سوه ،دمړو شمیر ئې  دوه ویشت زره  یو سل اویا،په فرانسې کې دککړو کسانو شمیر  یو لک پنځه شپیته زره  دیرش، د مړو شمیر ئې  اولس زره نهه سوه شل ، په جرمني کې د ککړو کسانو شمیر  یو لک اوه دیرش زره اوه سوه ، دمړو شمیر ئې څلور زره پنځوس، په انګلستان کې دککړو کسانو شمیر یولک درې زره سل  او  د مړو شمیر ئې  هم څلور زره اته سوه  اویا تنو ته رسیدلی  او دغه راز په چین کې د  ککړو کسانو شمیر دوه اتیا زره  درې سوه پنځوس او  یوازې په تیر شواروز کې د مړو شمیر ئې یو زر دوه سوه تنه اعلان شوی چې د درستو مړو شمیر ئې  څلور زره شپږ سوه څلورویشت کسانو ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه