له کرونا سره په میدان کې په ټول توان سره مبارزه کوو
(last modified Sat, 18 Apr 2020 09:58:42 GMT )
Apr 18, 2020 14:28 Asia/Kabul
  • له کرونا سره په میدان کې په ټول توان سره مبارزه کوو

د ایران دایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي د امریکا له یو اړخیزو اوغیر قانوني بندیزونو سره سره ددغې ادارې پرمختګونو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د سرطان یا کیسنر ناروغیو لپاره د ایټماسفیّري ساړې پلازماد تولید ، د مالونو او ډنګرو دبیلابیلو تَبو د درملنې لپاره د واکسنو تولید ، او همداراز د درملو دکارندوالي لپاره د ډوټریّم بیلابیل ترکیبونه او همداراز د نوزیږو چیک اپ او د ناروغیو وارمخکې معلومول د ایټمي طب په حوزې کې د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ځيني مهم اقدامات دي .

د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  ویندوي بهروز کمالوندي  نن زمونږ له خبریال سره په خبرو کې  د ایران د دفاع وزارت او دانش بنیان شرکتونو په وسیله د کرونا و تشخیص  دکیټونو  پلان او تولید ته په اشارې سره  وئيلي دي ،  د ایران  د ایټمي انرژۍ اداره  د ښو ظرفیَتونو او دمتخصص ځواک   د درلودلو په دلیل  په دې زمینې کې  فعالیت  ته بشپړ تیار ه ده .

 کمالوندي  همدرااز د ایټمی طب په حوزې کې  د  ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  د اقداماتو په باب  هم وئيلي ،  کابو یو میلیون ایرانیان چې د ایټمی طبي اقداماتو د ترسره کیدا لپاره  روغتیائي مرکزونو ته مراجعه کوي ، ، عملا ، د ایران د ایټمی انرژۍ  د  ادارې  ریډیو ایکټیو درملو استفاده کوي .

 د ایران دایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي د امریکا له یو اړخیزو اوغیر قانوني بندیزونو سره سره  ددغې ادارې  پرمختګونو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د سرطان یا کیسنر ناروغیو لپاره  د ایټماسفیّري ساړې پلازماد تولید ، د مالونو او ډنګرو  دبیلابیلو  تَبو د درملنې  لپاره  د واکسنو تولید ، او همداراز د درملو دکارندوالي لپاره د ډوټریّم  بیلابیل ترکیبونه  او همداراز د نوزیږو چیک اپ  او د ناروغیو  وارمخکې معلومول  د  ایټمي طب  په حوزې کې  د ایران د ایټمي انرژۍ د  ادارې  ځيني مهم اقدامات دي .

  کمالوندي    په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې  په تخینکي ، دیورانیمو دپخونې ، بَټیو  او لیزري حوزو کې  د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې  دبریاؤ نندارې ته وړاندې کول  د کرونا ویروس دخوریدا  په دلیل ځنډول شوي دي روښآنه کړې ،  ډير زر به  درسندویو له لارې  ددغو بریاؤ  ځیني برخې نندارې ته وړاندې شي .

 

ټیګونه