په ايران کښې له شپېتو زرو زياتو کورونائي بيمارانو شفاء بيامونده
(last modified Tue, 21 Apr 2020 11:48:21 GMT )
Apr 21, 2020 16:18 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له شپېتو زرو زياتو کورونائي بيمارانو شفاء بيامونده

د ايران د روغتيا وزارت وويل، تر شپېته زره نهه سوه پينځه شپېته هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت د عمومي روابطو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستيو شمېرنو په باره کښې له خبريالانو سره په خبرو کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د نويو يو زر دوه سوه اوه نوي بيمارانو پېژندنې ته په  اشارې سره وويل، تر اوسه د پرېکنده تشخيصي معيارونومطابق  څلور اتيا زره اته سوه دوه تنه په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېرو څلوريشت ګېنټو کښې د اته اتيا کسانو مړينې ته په اشارې سره وويل، په ايران کښې تر  اوسه د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر پينځه زره دوه سوه اوه نوي تنو ته رسېدلے دے.

په نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو کسانو شمېر هم تقريباً دوه ميلين او پينځه لکو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه يو لک يو اويا تنه مړۀ شوي  او له شپږو لکوشپږ پنځوس زره تنو شفاء بيا موندې ده او له روغتونو څخه رخصت کړې شوي دي.

 

 

ټیګونه