د ایران د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدل :-
(last modified Wed, 22 Apr 2020 11:53:49 GMT )
Apr 22, 2020 16:23 Asia/Kabul
  • د ایران د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدل :-

د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د نور (Nour) سپوږمکۍ نن سهار د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا له مرکزي دښتې څخه له قاصد درې(۳) پړاویزه سپوږمکۍ څخه په بریالیتوب سره وتوغول شوه او د ځمکې د مدار په څلور سوه پینځویشت (۴۲۵) کلومیټرۍ کښې ورغلله .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د دغه څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره له توغول کیدا وروسته چې دفاعي کارندوالی هم لري ټینګار وکړ د سپوږمکۍ او د هغه د توغونکي ماشین په توګه   د دغه سپوږمکۍ د توغولو د ټیکنالوژیو ټول بیلابیل شیان په خارج باندې له تکیې پرته په ځايي پوهې تکیه لري یعني د سپوږمکۍ ټولې پرزې په ایران کښې جوړې شوي دي .

هغه یادونه وکړه د امریکا بایکاټ نه یوازې د ایران مخ ته په پرتې لارې کښې کوم خنډ نه دی بلکې د سیمې په سویه په یوه (۱) ستر قدرت او په نږدې افق کښې د نړۍ په سویه د یوه()  بره قدرت د جوړیدا لپاره د نویو ټیکنالوژیو د ترلاسه کولو سبب هم دی .

په فضا کښې د نور(Nour) د څو منظوره سپوږمکۍ ورتلل د اطلاعاتو د ټیکنالوژۍ په ډګر کښې په ستراتیژیک ارزش افزدوه رامینځته کولو او د ایران لپاره په  اطلاعاتي جنګونو سربیره په اطلاعاتي جګړو کښې هم  قدرتمنې زمینې رامینځته کوي .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني وویل د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک  د  خپلې کلیزې په ورځ د اسلامي جمهوریت د لومړی پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د توغولو ویاړ د دغه ځواک په کارنامې کښې ثبت کړ .

د ایران اسلامي انقلاب ځواک د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د اپریل د میاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه د اسلامي انقلاب د بنسټګر  حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په حکم جوړ شو .

د  ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني هم په یوه (۱) پیغام کښې سپاه پاسداران ځواک د ایران دملت د همیشۍ او د نا ختمیدونکي پانګې او د نظام د امنیت او د اقتدار د وسمن مټ په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه د ایران  خلک به همیشه  د سپاه پاسداران ځواک د تل پاتې سرشیندنو او د مجاهدانه هڅو قددارنه وي او دهغوې سرشیندنې او زړورتیاوې به هیرې نکړي .

دغه راز رویټرز، ایسوسي ایټیډ پریس او فرانسې خبري اژانسونو د ایران د نور(Nour) د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د توغول کیدا د خبر په خپرولوسره هغه د امریکا او د ایران ترمینځ د تاوتریخوالي په بهیر کښې یو(۱) ناڅاپه اقدام وباله .

د انګلستان ډیلي سټار ورځپاڼې  هم د ایران د نور سپوږمکۍ توغول د اسلامي ایران لپاره د فضا په زمینه کښې نوی بدلون او ستره بریا وبلله .

د چین د ساوت چاینامورننینګ پوسټ ورځپاڼې هم په یوه (۱) راپور کښې وویل امریکا کلونه کلونه کیږي چې ایران تر بیلابیلو اقتصادي دباونو او بایکاټ لاندې وروستلی دی خو ایران اوس بریالی شوی دی د لومړي ځل لپاره یوه(۱) پوځي سپوږمکۍ وتوغوي .

د ځمکې مدار ته د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړۍ پوځي سپوږمکۍ استولو دغه راز د روسیې په الیوم  ټیلي ويژن چینل ، د عراق په الغد اینټرنیټ پاڼې ، د سوریې په سومریه نیوز ټیلي ويژن چینل ، د لبنان په النشره ورځپاڼې ، د فرانسې په څلورویشتم (۲۴) ټیلي ويژن چینل او د نړۍ او د سیمې په نورو رسنیو  کښې پراخ انعکاس درلودلی  او دغو رسنیو د نور سپوږمکۍ د ایران لپاره ستره بریا وبلله .

 

ټیګونه