د ایران د نور سپوږمکۍ ماموریت پیژندل شوی
مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان برید جنرال علي جعفر ابادي په یوې(۶) ټیلي ويژنې مرکې کښې په دې خبرې سره چې د نور(Nour) سپوږمکۍ لومړی ماموریت پیژندل شوی دی وویل
سپاه پاسداران د خپلې لارې په نقشې کښې په لوړو مدارونو او سترو اندازو سره سپوږمکۍ لري .
هغه وویل د ځمکې د هوا او د سمندر په څنګ کښې د فضا ډګر په لوړې بالقوې سره یو(۱) ستراتیژیک ډګر دی او د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه باید په هغه کښې رول ولوبوي او سپاه پاسداران د یوه (۱)دفاعي ستراتیژیک ځواک په توګه ضروري ده له دغه ډګر څخه ګټه پورته کړي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان علي جعفر ابادي وویل نور(Nour) سپوږمکۍ چې په تیره چهارشنبې ورځ فضا ته وتوغول شوه د یوه(۱) پازل(puzzle) یوه (۱) برخه وه او په دغه پازل کښې ټاکل شوي ده د پیژندنې ، ارتباطاتو او د کشتیو په عملیاتو کښې د ستراتیژیک ملاتړ او د پیژندنې عملیات ترسره شي او دا هماغه فضا ته د لاسرسي ضرورت دی .
هغه نور سپوږمکۍ د یوې (۱) پروژې په توګه یاد کړه او زیاته یې کړه د ایران د سپاه پاسداران ځواک ورپسې ګام د ځمکې په مدار کښې د نور دوه(nour2) په نوم د سپوږمکۍ وروستل دي .
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان علي جعفر ابادي په دې خبرې سره چې د نور یو په نوم سپوږمکۍ د لئو سپوږمکیو په لیکه کښې ده چې په څلورسوه دیرش کلومیټرۍ کښې ده وویل دغه سپوږمکۍ هره ورځ د ځمکې ګیرچاپیر شپاړس (۱۶) ځله تاویږي .