په ایران کښې د مذهبي لږکیو احترام :-
(last modified Fri, 01 May 2020 10:07:36 GMT )
May 01, 2020 14:37 Asia/Kabul
  • په ایران کښې د مذهبي لږکیو احترام :-

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د امریکا د مذهبونو د ازادۍ کلنی راپور د غلطو اطلاعاتو پراساس د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې ښکاره لاسوهنه وبلله او هغه یې وغاند او مردود یې وباله .

عباس موسوي پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د مذهبونو د کلني راپور خپریدا ته په اشارې سره وویل په دغه راپور کښې د ایران په ارتباط بې اساسي او چټي ادعاګانې شوي دي چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې د هیڅ یوه (۱) رسمي او قانوني دین په هکله یې سموالی نه دی لرلی او هغه مردودې دي .

د امریکا خارجه وزارت هرکال په بیلابیلو عنوانونو سره د راپورونو په چوکاټ کښې د ایران په شمول د نورو هیوادونو پرضد یوشمیر تورونه مطرح کوي .

په نړۍ کښې د مذهبونو د ازادۍ په هکله د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یواړخیزه راپور چې ایران ته هم پکښې اشاره شوي ده د ایران د حالاتو په هکله د  سم درک او د پیژندګلوۍ د نه لرلو ښودنه کوي او د دغه راپور په برابرولو کښې له ایران ضد او بې اعتباره سرچینو او اطلاعاتو ګټه اخیستل ښکاره ده  .

په ایران کښې د بیلابیلو مذهبونو او دینونو د حالت په هکله د امریکا د خارجه وزارت راپور حقیقت نلري او هغه سرچینې چې په دغه راپور کښې ورباندې استناد شوی دی هیڅ اعتبار نلري .

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون لوستل په ښه ډول ښيي چې بشري حقوقو او بیلابیلو الهي دینونو ته پکښې پام شوی دی .

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پراساس دیني اقلیتونه په رسمیت پيژندل شوي یعني عیسایان ، زرتشتیان او یهودیان په ایران کښې د نورو ښاریزو په شان له  ښاري حقوقو برخمن دي .

د ایران اساسي قانون د دیني لږکیو د ښاري حقوقو په رعایتولو ټینګار لري او په ایران کښې پیژندل شوي دیني اقلیتونه په اسلامي شورا کښې پینځه(۵) څوکۍ یعني استازي لري .

په ایران کښې د دیني لږکیو د فعالیت او د ازادۍ د اړخونو د روښانه کیدا لپاره د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون دیارلسمې (۱۳) مادې ته پام کول ضروري دي .

په دغه مادې کښې ویل شوي دي په ایران کښې د زرتشتي ،عیسايي او د کلیمی دیني اقلیتونو ښاري حقوق په ښه ډول بیان شوي دي او هغوې په اقتصادي ، عبادتي او کلتوري فعالیتونو سربیره د هیواد په رسمي جوړښت ، انتخاباتو او د قانون په جوړولو کښې فعال ګډون لري .

په همدې زمینه کښې د ایران په اسلامي شورا کښې د اشوریانو استازي «یوناتن بت کلیا» له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ ضرورت نشته چې د بشري حقوقو ادعا کونکي هیوادونه په ایران کښې د دیني لږکیو لپاره زړه سواندي وکړي داسې مدعیان چې یوازې د ډیموکراسۍ ادعا لري په ایران کښې اقلیتونه په داسې هیواد کښې ژوند کوي چې اساسي قانون د هغوې ترمینځ هیڅ فرق نه کوي که مسلمان دی او که عیسايي .

هغه وویل دوه زره (۲۰۰۰) کاله کیږي چې اشوریان په ایران کښې د عیسایانو په توګه ژوند کوي او څوارلس سوه (۱۴۰۰) کاله هم له مسلمانانو سره سوله ییز او په ارامښت سره ژوند کوي .

دغه اعتراف په ښه ډول ښودنه کوي چې د ایران اساسي قانون بیلابیلو الهي دینونو ته خاص احترام لري او د امریکا یواړخیزه او یوازې سیاسي راپورونه په ایران کښې د مذهبونو او د اقلیتونو په فعالیتونو او سوله ییز ژوند هیڅ اغیز نشي اچولی .

د تاریخ مطالعه په ښه ډول ښيي ایران له ډیر پخوا راهسې د دینونو ، د قومونو د کلتورونو او د اصیلو ژبو کوربه وو او دی .

په ایران کښې د بیلابیلو دینونو د پیروانو ، ، پرګنو او د قومونو له ارامښت ، سولې او دوستۍ سره یوځاې ژوند بډایه تاریخي جرړه لري چې د بشري حقوقو د د ادعا کونکي په توګه د امریکا په شمول د نړۍ په بل هیڅ هیواد کښې نه لیدل کیږي .