امریکایان په سیمې کې دتاؤتریخوالي اوترینګلتیاؤ زیاتول غواړي
د اپریل په پنځلسمه نیټه په داسې حال کې چې د ایران دسپاه پاسدارانو مانورې روانې وې ، دامریکائي ترهه ګر پوځ له لمسونکو او غیر حرفه وي اقداماتو او د خبرداریوته د هغوي له بې پامۍ سره سره ، د ایراني ځواک په کلکې دریدا سره امریکائي بیړۍ د سپاه پاسدرانو د کشتیو د حرکت له لارې غړیدو ته مجبورې شوې .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر علی رضا تنګسیري نن په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې له دې پرته چې امریکایان له سیمې پښې سپکې کړي ، بله هیڅ لاره نشته زیاته کړې ،له لویدیځي آسیا څخه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو په تلو سره به سیمه له مشکلاتو پاکه او په فارس خلیج کې هم ا منیت ټينګ شي .
امیرالبحر تنګسیري همداراز په فارس خلیج کې له امریکائي جنګي بیړیو سره د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک دماکوګانو وروستۍ مخامخیدنې ته په اشارې سره ووئیل،دوي د ایران دمانورې سیمې حریم ته داخلې شوي وې ، په همدې خاطر ورته حکم و رکړی شو څو له سیمې ووځي .
هغه ټينګار کړی ، داسلامی ایران وسلوال پوځ په عمان سمندر او فارس خلیج کې د امریکایانو درست خوځښتونه په دقت سره څاري .