ایران د کروناناروغۍ ددرملنې په جدول کې په دوهم لمبر کې دی
(last modified Sat, 02 May 2020 11:38:05 GMT )
May 02, 2020 16:08 Asia/Kabul
  • ایران د کروناناروغۍ ددرملنې په جدول کې په دوهم لمبر کې دی

د ایران د روغتیائي چارو د وزارت سلاکار وزیر علی رضا وهابزاده دنورو هیوادونو په نسبت د ایران دښه شوو کسانو د شمیر په باب وئیلي دي ،په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو ښه درملنه او د ښه کیدا لوړ شمیر ښئ چې اسلامی ایران د درملنې په حوزې او طبي سائنس کې اوڅاره پرمختګ کړی دی .

د نړیوالو موسیسو او اورګانونو له خوا   اعلان شوي احصائې ښئ ایران په کرونا دککړو کسانو د درملنې او ښه کیدا له پلوه  د نړۍ دوهم هیواد دی .

زمونږ خبریال راپور راکړی،د روغتیا دنړیوالې ادارې د رسمي احصایو په اساس،  ایران له چینه وروسته په کرونا ویروس وککړو د ښه کیدا تر ټولو ښه بهیرلري او په ایران کې په کرونا ویروسله پيژندل شووککړو کسانو څخه  کابو اتیا فی صدي کسان تر دې  دمه ښه شوي دي .

 دې ته په پام سره چې ایران د په کرونا د ککړو د تر ټولو زیاتو کسانو لرونکو په لومړنیو لسو هیوادونو کې شامل دی ،په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  له اخته شووڅخه د ښو شوو کسانو اندازه  هم دپام وړ ده .

 چین له ککړو کسانو څخه  دکابو څلور نوي فی صدي  ښه شوي کسانو په درلودلو سره په  لومړنۍ درجې کې دی .

د ایران د روغتیائي چارو د وزارت سلاکار وزیرعلی رضا وهابزاده  دنورو هیوادونو په نسبت د ایران دښه شوو کسانو د شمیر  په باب وئیلي دي ،په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو ښه درملنه او د ښه کیدا لوړ شمیر ښئ چې  اسلامی ایران  د درملنې په حوزې او طبي سائنس کې اوڅاره پرمختګ کړی دی .

 

ټیګونه