د امریکا د پوځیانو د وتلو په اړتیا د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د مشر ټینګار :-
(last modified Sun, 03 May 2020 09:41:15 GMT )
May 03, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • د امریکا د پوځیانو د وتلو په اړتیا د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د مشر ټینګار :-

امریکا چې هر چیرې تللي ده نو هلته یې ناامنۍ رامینځته کړي ده .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا  تنګسري په دغه حقیقت باندې ټینګار سره وویل امریکا په لویدیځې اسیا سیمې کښې د تاوتریخوالي او د جنګ د رامینځته کولو هڅه  کوي او له سیمې د واشنګټن  د عسکرو له وتلو پرته بله لاره نشته .

ډونالډ ټرمپ د امریکا د لومړي لوړرتبه چارواکي په توګه څو میاشتې مخکې ویلي وو فارس خلیج د امریکا لپاره د تیر وخت په شان اهمیت نلري .

د ټرمپ دغو څرګندونو په پیل کښې یوشمیر شکونه او پوښتنې مطرح کړې خو د هغه په ورپسې څرګندونو او دغه راز سیمې ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په سیمه ییزو سفرونو کښې معلومه شوه چې امریکا په فارس خلیج کښې د پوځي شتون نوي ګټې تعریف کړي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیر کال په جولاۍ میاشت کښې له این بي سي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کښې د سعودي عربستان ساتنه په سیمه کښې د واشنګټن د شتون یو (۱) دلیل وباله او ویې ویل د تیر وخت په اپوټه چې امریکا د عربستان د دغه ساتلو په وړاندې کومې پیسې نه ترلاسه کولې اوس  له دغه ساتنې مالي ګټه پورته کوي او عربستان له امریکا څخه د څلور سوه (۴۰۰) میلیارډو ډالرو په ارزښت وسلې اخلي .

د تیونس شناند لطفي العبیدي په یوې (۱) شننې کښې په سیمه کښې د امریکا د پوځي شتون د هدفونو په هکله وايي امریکا له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو له  بهیر څخه ډیرې ګټې ترلاسه کړي دي .

هغه وايي امریکا د هغو شیانو په لوې ښودلو سره چې دایران لخوا ګواښونه یې نوموي توانیدلي ده په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړي .

د تیونس شناند لطفي العبیدي وايي امریکا په فارس خلیج سیمه کښې د تاوتریخوالي په رامینځته کولو سره د وسلو د تړونونو د لاسلیک کولو او دغه راز له اسرائیلو رژیم سره د عربو هیوادونو د اړیکو د ټینګولو هڅه کوي چې د پیړۍ د معاملې پلان مخ ته بوځي .

امریکا په فارس خلیج ، هرمز اوبلارې او عمان سمندرګي کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت په دروغجنې پلمې سره په سیمه کښې د څوګوڼه ائتلاف د جوړولو اقدام وکړ او سیمې ته د پوځي بیړیو په راوستلو  او د خپلو عسکرو په دیره کولو او د هغوې د شمیر په زیاتولو سره یې د سمندرونو له حقوقو او نړیوال دود څخه بهر اقدامات ترسره کړي دي .

د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو نړیوالې ټولنې او موسسې  د امریکا له نړیوالو مقرراتو او قوانینو سره له توپیر لرونکو قوانینو او د سیمې د امنیت او نظم له ګډوډونکو او بې ثباتۍ رامینځته کونکو کړچارونو خبرې کړي دي .

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تیره اونۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې امریکا او د هغې متحدانو ته سخت خبرداری ورکړ چې د هرډول تاوتریخوالي او د نښتې له رامینځته کولو ډډه وکړي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي هم د بوموسی ، د ستر تنب او د کوچني تنب د جزیرو د کتنې په ترڅ کښې په دغو سیمو کښې د دیره ځواکونو په چمتووالي د غور کولو په ترڅ کښې وویل مونږ امریکا ته وایو د ملي امنیت د دفاع  ، د سمندري سرحدونو او د  کشتیو د تګ راتګ د امنیت او د دفاعي ځواکونو د امنیت د ساتلو لپاره په بشپړه ډول جدي او هوډمن یوو او هر ورانونکي اقدام ته پریکنده ځواب ورکوو .

ښکاره خبره ده چې په فارس خلیج کښې د امریکا د جنګي بیړیو خوځښتونه لمسونکي او له ماجرا غوښتنې څخه ډک اقدام دی چې پایلې به یې د امریکا په شمول دښمنو ځواکونو ته متوجې وي .

د امنیت د ساتلو د ضرورتونو په هکله د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د قومند امیر البحر  څرګندونې او دغه خبره چې له لویدیځې اسیا سیمې د امریکا په وتلو سره به سیمه له مشکلاتو پاکه شي او په فارس خلیج کښې به امنیت ټینګ شي همدغه ټکي ته اشاره کوي .

 

 

ټیګونه