کرونائي پړاؤ ختم شوی نه دی،البته د ایران شرائط لاښه شوي
د اسلامی ایران ولسمشر دګاډو د کاروانونو په بڼه کې په تهران کې د قدس د ورځې د ترسره کیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، ټاکل شوې ده ، په تهران کې دقدس د ورځې دستورې ، له پيله تر یوه خاص مقصد پورې د ګاډو په کاروان سره او په سبمولیک ډول ترسره شي .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن له کرونا ویروس سره مقابلې دملی کمیټې په غونډې کې پخپلې وینا کې په ټولنې کې د سټریس ،ناامیدۍ درامینځةکولو لپاره د ځينو پرَدیو رسندویو هڅې ته په اشارې سره وئيلي دي ، کرونائي بحران ختم شوی نه دی،خو په عین حال کې د ایران تر دې دمه لاښه شوي دي .
ډاکټر روحاني دغه راز پخپلې وینا کې وئيلی ایران د کرونا د اصلي اوج له شرائطو تیر شوی او که داسې بحران بل هم وجود ولرل شي،نو د هیواد شرائطو له لومړنیو شپو ورځو سره ډير زیات فرق کړی دی . .
داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې هیڅکله باید فکر ونه شي ، چې کرونائي پړاؤ ختم شوی ،روښانه کړې ده،په اوسنیو شرائطو کې دشخصي کارونو او روغتیائي ټکو رعایتول ضروري دي او ممکنه ده د سوشل ډيسټینسنګ یا هماغه د ټولنیز واټن پلان تر میاشتو میاشتو پورې دوام ولري .
هغه همداراز د قدس د ورځې دلمانځلو په باب له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټې د فیصلو په هکله هم ووئيل ، په هغو دوه سوه اتلسو ښارونو کې چې سپینې سیمې بلل شوي دياو دجمعې لمونځ پکې قایمیږي ، دقدس ورځ هم د جمعې لمانځّ په ځاي کې او د درستو روغتیائي پروټوکولونو او چوکاټونو په رعایتولو سره دغونډې په بڼه ترسره کولی شي .
د اسلامی ایران ولسمشر دګاډو د کاروانونو په بڼه کې په تهران کې د قدس د ورځې د ترسره کیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، ټاکل شوې ده ، په تهران کې دقدس د ورځې دستورې ، له پيله تر یوه خاص مقصد پورې د ګاډو په کاروان سره او په سبمولیک ډول ترسره شي .
داسلامی ایران ولسمشر دروژې دمبارکې میاشتې د اختر د لمانځه د ترسره کیدا په باب هم روښانه کړې،د روژې دمبارکې میاشتې د اختر لمونځ سږکال د هیواد په درستو جوماتونوکې دروغتیائي اصولو په رعایتولو سره ترسره کیږي .
ډاکټر حسن روحاني د حضرت امام رضا علیه السلام او د حضرت بی بی معصومه علیها السلام دسپيڅلو حرمیّنو اونورو مقدسو ځایونوپشمول د مذهبی او پاکو ځایونو د پرانیستل کیدا په باب هم وئيلی دي ،ټاکل شوې ده،له روژې مبارکې میاشتې وروسته سپيڅلي حرمیّن او مذهبی او پاک ځایونه د هغو دستورالعملونو په چوکاټ کې د روغتیا وزارت دوي ته ورکړي ،پرانیستل کیږي ، خو هالونه یا رواقونه به هماغه راز تړلي وي .