د ایران دغوای د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات
(last modified Wed, 20 May 2020 07:35:38 GMT )
May 20, 2020 12:05 Asia/Kabul
  • د ایران دغوای د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات

اسلامی ایران نورو هیوادونو ته د کرونا د تشخیص کیټونه صادروی ، تهران مخکې هم جرمنی او ترکیې ته د کرونا د تشخیص کیټونه صادر کړی دي .

 

ابرار

 

خپل پروګرام نن له ابرار ورځپاڼۍ پیلوو چی په خپل لومړی مخ یې د ایران د لوی درستیز جنرال باقری انځور چاپ کړې او د هغه له قوله یې په غټو ټکیو لیکلی دي له اهل بیت اطهارو پرته  له قران کریم داعش رامینځته کیږي .

ترکیه د کرونا ویروس له امله په کوچنی اختر قرنطینه کیږی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایی په افغانستان کی د امریکا شتون د طالبانو په ګټه دې . ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کې لیکی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلې ټویټر پاڼې کښې ادعا وکړه د واشنګټن عسکرو په افغانستان کښې د خپل  شتون له لومړي کال پرته یوازې د پولیسو رول لوبولی دی .

د طالبانو لپاره په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شتون د ګټوروالي په هکله د ولسمشر ټرمپ څرګندونې په دغه حقیقت په تلویحي ډول اعتراف دی چې د نیواکګرو عسکرو شتون په افغانستان کښې د سرزورو ډلو په احیا او له سره منظمیدا کښې له بیړی ډک عامل او هڅونکی دی . افغانستان  د مهمې او ستراتیژیکې جغرافیې د یوې برخې په توګه په تیرو کلونو کښې د سرزورو ډلو د بریدونو او د عملیاتو  د زیاتیدا کتونکی دی .

د امریکا د ستراتیژۍ په سیوري کښې حتی د افغانستان شمال چې د یویشتمې پیړۍ په لومړیو کلونو کښې له ډیر امنیت برخور و په تیرو څو کلونو کښې ډیر ناامنه شوی دی او د داعش ترهګرې ډلې په شمول بیلابیلو ډلو چې د امریکا په ملاتړونو سره چین او روسیې ته د  ګوزار د ورکولو لپاره رامینځته شوي او پیاوړي شوي دي د افغانستان په شمال کښې  پناه اخیستي ده . په افغانستان کښې د ترهګرو حملو زیاتیدل چې ملګروملتونو هم ورته په ځلونو اشاره  کړي ده په دغه هیواد کښې د غمجونکو او ترخو میداني پیښو نتیجه ده . نن سبا د افغانستان ډیره کمه سیمه شته چې سرزوري ډلې هلته شپه او ورځ تحرک ونلري . د نیواکګرو عسکرو په مرستې سرزوري ډلې د زیاتو مالي سرچینو او د غه راز د جنګي اوزارو له نظره چې لري یې ډیرې پیاوړي شوي دي . حتی د نشه ییزو موادو قاچاق چې د سرزورو ډلو د عاید د ترلاسه کولو یوهاصلي  سرچینه ده د افغانستان د  نیواک په وخت کښې څو برابره زیات شوی دی .

حقیقت دا دی چې د معتبرو سرچینو له مخی د نشه ییزو موادو د تولید او د قاچاق د زیاتې ګټې اصلي برخه د نیواکګرو عسکرو او د سرزورو ډلو جیبونو ته ورځي . تر دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم اعتراف کوي د واشنګټن د عسکرو شتون د افغانستان د خلکو لپاره نه بلکې د طالبانو لپاره ګټور دی . له بده مرغه د افغانستان خلک د امریکا او د ترهګرو د دغه دوستۍ اصلي قربانیان دي .

 

کیهان

 

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ په یوه راپور کې لیکلی دي چی صیهونیسټ رژیم د ایران په شهید رجایی بندر  ناکامه سایبری حمله کړی وه .

اسلامی ایران نورو هیوادونو ته د کرونا د تشخیص کیټونه صادروی ، تهران مخکې هم جرمنی او ترکیې ته د کرونا د تشخیص کیټونه صادر کړی دي .

 د فلسطین د قسام غونډونو قوماندان ته د ایران د قدس ځواک د قوماندان سردار شهید سلیمانی لیک خپور شو چی پکې سردار سلیمانی لیکلی دی د بریالیتوب فجر نږدې دې  او د صیهونیسټانو د مرګ ټلۍ وهل شوی ده .

ښاغلی شمخانی ویلی دي  دنیاله پتیالیوملتونو په پیروۍ سره بدماشي نه مني . ښاغلی علی شمخانی په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل د ایران د تسلیحاتی بایکاټ د دوام لپاره د امریکا بې ګټې هلو ځلو د روسیې اوچین پریکنده غبرګون او د واشنګټن د متحدانودلالهندۍ سبب ګرځیدلی دی . شمخانی یادونه وکړه د دغې لارې پاې د یو اړخیز پالنې له دړې وړې کیدا پرته بل څه ندی .

 د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور ویلی دي په ایران کې په کروناککړڅه دپاسه ۹۷زره کسان ښه شوي دي .

داعش ترهه ګرې ډلې په سوریه کې بیا اعدامونه پیل کړی دي .

نیوزویک لیکلی دي دلته په امریکا کې خلک له حکم پرته نیول او پلټل کیږي .

د فلسطین جهاد اسلامی غورځنګ خبردارې ورکړ ، فلسطین ډیره خطرناکه دسیسه تجروبه کوی .

په اماراتوکې د بلوې غیر رسمی خبرونه رارسی . د القدس العربی په شان په ځینو خبری سرچینو لیکلی دي چی په اماراتو کی په یوه بلوه پسې په لسګونو کسان نیول شوی دي . دا خبر د دغه هیواد د خارجه وزیر د ترور په اړه له غیر رسمی خبرونو څو ورځې وروسته خپریږی .

د منصور هادی د حکومت غړیو له ریاض وتل پیل شوی دي .

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه