سپاه پاسداران ددفاعي چمتووالي په اوج کې دي
که د اسلامی نظام دښمنان واړه شان ته تیروتنه هم وکړي ،نو د اسلامی ایران ددفاعي حوزې له خوا به غاښ ماتونکی او پښمنانه کونکی ځواب وويني .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان سردار تورن جنرال امیرعلیحاجي زاده نن په تهران کې دنیکمرغه کوچني اختردلمانځه د ترسره کیدا تر څنګ ددې خبرې په کولو سره چې هیڅوک دې د دفاعي حوزې په باب اندیښنمن ونه ووسي ، وئيلي دي دښمن هڅه کوي ، دخلکو د ذهنونو دمنحرف کولو لپاره امنیتي اندیښنې رامینځةکړي ،خو دایران ولس په دفاعي حوزې کې هیڅ اندیښنه نه لري .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان د ایران ددفاعي توانمنیو څخه د دښمن اندیښنو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، اسلامی ایران پخپلو ځوانانو او داخلی توانمنیو پّ تکیې سره د لاقدرتمنیدا په حال کې دی . هغه په عین حال کې ووئیل که د اسلامی نظام دښمنان واړه شان ته تیروتنه هم وکړي ،نو د اسلامی ایران ددفاعي حوزې له خوا به غاښ ماتونکی او پښمنانه کونکی ځواب وويني .