د امریکا سیاست په ایران زیاتره دباؤ اچول دي
(last modified Sun, 05 Jul 2020 09:17:53 GMT )
Jul 05, 2020 13:47 Asia/Kabul
  • د امریکا سیاست په ایران زیاتره دباؤ اچول دي

جواد ظریف روښانه کړې ، د امریکا په سرزوریو سره د ۲۰۱۸کال له جنورۍ څخه تر تیرې اونۍ پورې ، په ایران د دباؤ د اچولو لپاره د ملګرو ملتو دامنیت شوراڅلور ځانګړي غونډې جوړې شوي چې د امریکا له غلیمانه سیاستونو سره د هیوادونو نه ملګرتیا ښودلې دغه هیواد منزوي شوی دی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په  اسلامی شورا  کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرني سیاست او نړیوالو بدلونونو  په بیانولو سره  زیاته کړې ، امریکا د ایران په ضد په بشپړسنبال جنګ کې د امنیتي  ګواښ  په توګه داسلامی ایران د معرفي کولو ،د ایران په ضد په اجماع سازۍ ،په جعلي فضا جوړونو  او د اسلامی ایران پر دوستانو  ددباؤنو په زیاتولو پسې ده چې  د  ایران د مسئولانو او ولس په مقاومت سره  دامریکا دسیسې له ماتې سره مخامخ شوي دي .

د ایران خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا اقدامات سرزوري  او اقتصادي  ترهه ګري ده ، وئيلي دي ،  دامریکا د دستو سیاستون ترشا د ایران په ضد زیاتره دباؤ نغښتی دی .

 جواد ظریف روښانه کړې ،  د امریکا په سرزوریو سره د ۲۰۱۸کال له جنورۍ  څخه تر تیرې اونۍ پورې ، په ایران د دباؤ د اچولو لپاره د ملګرو ملتو دامنیت شوراڅلور ځانګړي غونډې جوړې شوي چې  د امریکا له غلیمانه سیاستونو سره د هیوادونو  نه ملګرتیا ښودلې  دغه هیواد منزوي شوی دی .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره  چې  امریکا به خپلو ایراني ضد موخو ته ونه رسیږي ، زیاته کړې ، یوه هغه موضوع چې د بندیزونو دباؤ کموی ، له مبادلاتو څخه د ډالر حذفول دي ، چې  ایران د شیانو په مقابل کې دشیانو دمبادلې  له لارې دغه موضوع تعقیبوي .

 جواد ظریف همداراز  له ګاونډیانو او دلویدیځي آسیا سیمې له هیوادونو سره د ایران د ملګرتیاؤ پر پراختیا په ټينګار سره  هم ووئیل،  ایران په سیمې کې د امنیت د تولیدونکي په توګه  د ترکیې ، افغانستان ،پاکستان ،عراق آذربایجان جمهوریت پشمول  له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لري .