ایران له عربستان سره د اړیکو ټینګولو ته چمتو دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه چارو وزیر جواد ظریف له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې د سیمې د امنیت د ساتلو او د امریکا له غیر قانوني بایکاټونو سره د مقابلې لپاره مهمې وبللې .
محمد جواد ظریف نن د کابینې د غونډې په څنګ کښې وویل ګاونډي هیوادونه د هر هیواد په بهرني سیاست کښې لومړۍ رول لوبوي او نن سبا چې امریکا په خپل ګمان د زیات دباو په سیاست سره د ایران د ملت پرضد ډول ډول ظالمانه بایکاټونه اعمالوي ګاوندي هیوادونه ځانګړی او خاص اهمیت لري .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د مینځګړیتوب په هکله د ګونګوسو په اړه وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل له سعودي عربستان سره اړیکو ته تیار وو او دی خو سعودي عربستان په ګاونډیو هیوادونو باندې د تکیې کولو پرځاې چې تل به په دغه سیمه کښې وي غواړي په څو خارجي قدرتونو یعني په امریکا، انګلستان او اسرائیلو تکیه وکړي .
هغه روسیې ته د خپل د تیرې ورځې سفر ته په اشارې سره د ماسکو له چارواکو سره خبرې مثبتې وبللې او د ایران او د روسیې ترمینځ د اوږد مهاله ستراتيژیک تړون د نوي کیدا خبر یې ورکړ .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف دغه راز تهران ته د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سفر یو (۱)مهم ډيپلوماټیک بدلون وباله او زیاته یې کړه د عراق د حکومت او د واکمنۍ په ملاتړ کښې د دغه هیواد له لومړي وزیر کاظمي سره د اسلامي انقلاب د معظم مشرحضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي خبرې ډیرې روښانه وې او د عراق د لومړي وزیر لپاره ډیرې غوټې پرانیستلی شي .