محمد جواد ظریف:
له کرونا وروسته به نوې نړیوال نظم بیخي غربي نه وي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نړیواله ټولنه کښې د تیرو دیرشو کلونو جنګونو او غمیزو ته په اشارې سره وویل: له کرونا وروسته به د نړۍ نوې او ماډرن نظم نور نو بیخي لویدیځ نه وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نړیواله ټولنه کښې د تیرو دیرشو کلونو جنګونو او غمیزو ته په اشارې سره وویل: له کرونا وروسته به د نړۍ نوې او ماډرن نظم نور نو بیخي لویدیځ نه وي.
محمد جواد ظریف پرون مازیګر د تهران پوهنتون د نړیوالو څیړنو په پوهنځي کښې د نړیوالو مخاطبانو لپاره په آنلاین وینا کښې، د شلمې پیړۍ د مهمو پیښو او د نښتو د رامینځته کیدو د مخنیوي لپاره د لویدیځو سیاستونو د ناکامۍ په څیړلو سره وویل: د ایران اسلامي انقلاب او ناپيئلې غورځنګ له ساړه جنګه د ډډه کول په موخه ځیني کوششونه وو.
ظریف په تیرو پړاؤنو کښې په پوځي چارو کښې د امریکې لګښتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: امریکې د روسیې، چین او عربستان په شان له بل هر هیواده ډیر زیات پوځي لګښت لرلې دی او په دې کار سره یې هرڅه امنیتي کړل.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چې امریکایانو په خپلو لاسوهنو سره یوه ستره تیروتنه وکړه او پوځي دخالت د متحده ایالاتو په نړیوالو سیاستونو کښې په یو اصول بدل شو او ټرمپ هم د خپلې ولسمشرۍ په پړاؤ کښې یو میلیارډ نور ډالر په هم دغې جبې کښې ولګول.