غرب دې د ترهګرو مالي ملاتړ او کوربه توب بند کړي
(last modified Sun, 02 Aug 2020 01:00:25 GMT )
Aug 02, 2020 05:30 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف ټویټ
    د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف ټویټ

د ایران خارجه وزیر له انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ د بندیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ترهګر په امریکا او اروپا کښې له خپلو پټنځیو څخه د ایران د ملکي وګړو د وژلو او ګډوډي رامینځته کولو اقدام کوي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیر ماښام د امام زمان(عج) د ګمنامو سربازانو په لاس د انقلاب ضده او ترهګرې ډلګۍ د یو مشر د نیول کیدو خبر ته غبرګون وښوده.

ظریف په خپل ټویټر باندې له هغو ترهګرو د امریکې په مشرۍ د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره چې له ایران سره د جنګیدو او پرزولو نیت یې لري، ولیکل: لویدیځ باید د ترهګرو مالي تامین او کوربه توب ختم کړي.

هغه زیاته کړې: ترهګر په متحده ایالاتو او اروپا کښې له خپلو پټنځیو څخه کرکه خوروي، قتل او بلواؤ ته لمسول او پلانول کوي او په بې شرمۍ سره د بیګناه ایراني ملکیانو د وژلو مسئولیت په غاړه اخلي.

د ویلو ده چې د ایران د اطلاعاتو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د (تندر) په نامه ترهګرې ډلګۍ مشر جمشید شارمهد چې له امریکې څخه به یې په ایران کښې د وسله والو او خرابونکو اقداماتو لارښوونه کوله، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په یولړ پيچلو عملیاتو کښې ونیوی شو.

 

ټیګونه