په ایران کې په کرونا له ککړو ۲لکه ۶۸زره کسان ښه شوي دي
(last modified Sun, 02 Aug 2020 10:28:14 GMT )
Aug 02, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا له ککړو ۲لکه ۶۸زره کسان ښه شوي دي

وروستی راپورونه ښئ په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه اتلس میلیون تنو ته زیات شوی دی چې له دغو کسانو کابو شپږ لکه نوي زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ورسره لږترلږه یولس میلیون او درې له پنځه څلویښت زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د  ا یران د  روغتیائي  وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن  په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو داحصائې د اعلانولو په باب  وئيلي دي ، د تشخیص  د قطعي  معیارونو په  اساس ، په تیر شواروز کې  دوه زره شپږ سوه پنځه اتیا کسان  په ایران کې په کوویډ ناروغۍ  په اخته کې پيژندل شوي دي  چې  له دوي  کابو یو زر څلور سوه درویشت تنه په روغتونونو کې بستري شوي او نور هم له معمولي درملنې وروسته رخصت شوي دي .

 میرمن لارې ددې خبرې په کولو سره چې  تر دې دمه په ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر درې لکه نهه زره څلور سوه اوه دیرش تنو ته زیات شوی ،  وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په کرونا ککړو  دوه سوه اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او په ټول کې په درست هیواد کې ددغې ناروغۍ دقربانیانو شمیر هم اولس زره  یو سل نوي تنه اعلان شوی دی .

 د  هغې په وینا ،  تر دې دمه په ایران کې  په درملنې پسې  دوه لکه  اته شپیته او یو سل دوه تنه هم ښه شوي او له روغتونو نو هم رخصت شوي دي .

 وروستی راپورونه ښئ په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  څه دپاسه اتلس میلیون تنو ته زیات شوی دی  چې له  دغو کسانو  کابو شپږ لکه نوي زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ورسره  لږترلږه  یولس  میلیون  او درې له پنځه څلویښت زره  کسان هم ښه شوي او له  روغتونونو هم رخصت شوي دي .

دغه راز د افغانستان د روغتیا وزارت هم په یوې خبرتیا کې وئیلی دي ، په افغانستان کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په کرونا ویروس یوازې یو ککړ کس پيژندل شوی دی ، چې ورسره دټولو ککړو کسانو شمیر تر دې دمه شپږ دیرش زره اوه سوه یولس تنو ته زیات شوی او دکرونا ویروس له امله د مړو  شمیر یو زره دوه سوه درې اتیا ؤ ته رسیدلی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې په پاکستان کې هم د کرونا ویروس خوریدا  ورځ تر بلې په کمیدو ده او وئيل کیږي ، چې په تیر شواروز کې په درست هیواد کې یوازې شپږ کسان مړه شوي دي  او دغه راز د درستو قربانیانو شمیر ئې پنځّه زره  نهه سوه  شپږ اویا تنو ته زیات شوی  دی . دغه راز تر نن ورځې پورې هم په درست پاکستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر هم دوه لکه  اتیا زرو ته رسیدلی او ورسره وئیل شوي چې په درملنې پسې هم  کابو دوه لکه اته څلویښت زره  شپیته  کسان هم  ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

 

ټیګونه