ظريف له روسي چارواکو سره خپله کتنه رغانده وبلله
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا په خپل يو ټوئيټ کښې د روسيې د دوما د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ له مشر لئونيډ سلوتسکي سره خپله کتنه او خبرې اترې رغانده وبللې.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې د دې په بيانولو سره چې د هغو مهمو خبرواترو د تعقيبولو لپاره چې دوه هفتې مخکښې په ماسکو کښې د روسيې له مشرانو سره يې لرلې وې په تهران کښې د روسيې د دوما د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ له مشر سره يې کتنه شوې ده وليکل، له لئونيډ سلوتسکي سره يې خبرې اترې ډېرې رغانده وې.
محمد جواد ظريف پرون په تهران کښې له لئونيډ سلوتسکي سره په کتنه کښې د سټراټيجکو تعلقاتو سطحې ته د ايران او روسيې د اوږد مهاله ملګرتياو د سند په اپډېټ کولو تاکيد وکړ.
سلوتسکي هم د کورونا د خپرېدو په حالاتو کښې تهران ته د خپل سفر مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د سطحې او مطرحو مهمو موضوعاتو په وجه وبلۀ.