ظریف:
د ابر قدرتونو محاسباتي تیروتنو غمیزه ناکې پایلې لرلې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: کومې محاسباتي غلطۍ چې سترو قدرتونو د نوي نړیوال نظم په بهیر کښې کړې دي، ډیرې غمیزه ناکې پایلې یې په ځان پسې لرلې دي.
محمد جواد ظریف پرون په تهران پوهنتون کښې (نړۍ ته د کتنې) په عنوان سره د خپلو ویناؤ د لړۍ په دویمې غونډې کښې د سترو قدرتونو د یوې محاسباتۍ تیروتنې په توګه په عراق باندې د امریکې حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه: له هم هغه پیله معلومه وه چې دغه جنګ به په نړۍ کښې د تندلاریتوب د ودې سبب شي.
هغه نن سبا د اروپايي هیوادونو ترټولو مهم چیلنج دغو هیوادونو ته د کډوالو ورتګ وباله.
د ایران خارجه وزیر د نیویارک د ستمبر د یوولسمې پيښې او د ترهګرۍ مسئلې ته په اشارې سره هم وویل: ترهګري یو نړیوال چیلنج دی او څوک په یوازې سر په نړۍ کښې امنیت نه شي رامینځته کولې، د هر هیواد امنیت د نورو امنیت دی او په هم دې وجه په نړۍ کښې امنیت رامینځته کول د ټولو هیوادونو ډله ایزې هڅې ته ضرورت لري.
هغه زیاته کړه: د امریکې په شان ځینو لوبغاړو هڅه وکړه چې په روان پړاؤ کښې په مخکښنیو قواعدو او د خپلې پوځي برلاسۍ په اعمالولو سره د حالاتو کنټرول په لاس کښې واخلي خو د هغوي کړچار د غمیزې لامل شو.