د ایران دفاعي قدرت د ټولې سیمې په ګټه دی
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د پردیو د تیري په وړاندې د هیواد د دفاع لپاره له خپلو وسلو او امکاناتو استفاده کوي وویل د ایران دفاعي او وسله وال قدرت د ټولې سیمې به ګټه دی .
هغه نن د کابینې په غونډې کښې ګاونډي هیوادونه هوښیارۍ ته وروبلل او زیاته یې کړه امریکا له دغو هیوادونو ناوړه استفاده ونه کړي وویل د سیمې هیوادونه باید د امریکا په هکله ځیر ووسي ځکه چې خلکو سرچینې چورتالان کوي او په مقابل کښې په ځینو هیوادونو وسلې خرڅوي چې په خپلو ګاونډیانو باندې بمبارې وکړي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې ایران لومړنی هیواد و چې په عراق باندې یې د عراق د بعث رژیم د دیکتاتور واکمن صدام تیری غندلی و وویل ایران په عمل کښې وښودله په سیمه کښې د ثبات هڅه کوي او که چیرې په هغه وخت کښې یې صدام ته شین څراغ ورښودلی دغه دیکتاتور سبا په کویت ، په ټول عربستان ، قطر او متحده عربي اماراتو هم بریدونه کول او دغه هیوادونه یې نیول .
حسن روحاني د سیمې ځینو عربو هیوادونو ته په وینا کښې وویل که چیرې د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې د ثبات لپاره مقاومت نه کولای د ایران ځینې جنوبي ګاونډیان به نن نه وو .
هغه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک د مسودې تصویبیدا ته په اشارې سره هغه د اټومي تړون ښکاره خلاف ورزۍ وبلله چې د پایلو مسول به یې د هغه بنسټګران وي ټینګار وکړ واشنګټن به د تهران پرضد بریالی نه وي او ایران به په هغه کار کښې چې د ملي ګټو او د مقرراتو او دقانون پراساس یې تعقیبوي بریالی وي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دوام کښې په دې خبرې سره چې هیڅ هیواد باید د لبنان له پیښې ناوړه استفاده ونکړي وویل لبنان وحدت ، ارامښت او مرستې ته ضروري دي .
د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ایران د وسله وال بایکاټ د تمدیدولو لپاره د امریکا هڅه له جدي چیلنجونو سره مخ شوي ده