اروپايي هیوادونه باید د امریکا په لومه کښې ښکیل نشي :-
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وویل هغه پریکړه لیک چې امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی دی د امنیت شورا د دوه زره یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده او ټول هیوادونه په تیره بیا د اټومي تړون غړي باید ورسره مخالفت وکړي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې د امریکا اقدامات تل د اټومي تړون د له مینځه وړلو لپاره دي ټینګار وکړ اروپا باید د امریکا تر اغیز لاندې ورنشي او د واشنګټن په لومه کښې ښکیله نشي .
امریکا د ایران د وسله وال بایکاټ د نیټې ختمیدا ته په نږدې کیدا سره چې په اټومي تړون کښې بیان شوي ده هڅه کوي په هره بڼه چې وي د ایران پرضد د وسلو بایکاټ دوام ولري .
د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک پراساس د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اتلسمې (۱۸) نیټې وروسته د ایران پرضد وسله وال بایکاټونه باید ختم شي او که چیرې امریکا وغواړي کوم خلاف اقدام ترسره کړي نو هغه د دوه زره یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده .
له اټومي تړون د امریکا په وتلو سره دغه هیواد د اټومي موافقې ضد له سازوکار څخه د استفادې کولو او د خپلو سیاسي هدفونو د پرمخ بیولو حق نه لري .
امریکا د اروپا په شمول له بیلابیلو هیوادونو سره له پرله پسې سلامشورو وروسته د ایران د وسله وال بایکاټ د تمدیدولو لپاره په تیرې سه شنبې ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو ته د یوه (۱) پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه خو هیڅ هیواد یې ملاتړ ونکړ .
امریکا وروسته د ایران پرضد د پریکړه لیک په مسودې کښې بدلون راوست چې د امنیت شورا پاتې غړي له ځان سره ملګري کړي خو اوس هم د واشنګټن له دغه پریکړه لیک سره مخالفتونه شته .
د ایران ضد د پریکړه لیک د مسودې د اصلاح کولو لپاره د امریکا اقدام دغه پریکړه لیک ته د رایو د ورکولو کم چانس لري او د چین او د روسیې لخوا د امریکا د پریکړه لیک د ویټو کولو احتمال شته .
په همدې زمینه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تیرې چهارشنبې ورځ د تهران د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو په هدف سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې د ترسره کولو لپاره د امریکا د هڅو په هکله وویل امریکا پوهیږي چې پریکړه لیک یې رایې نه ترلاسه کوي او په نیویارک کښې په ځینو اټکلونو کښې ویل شوي دي د واشنګټن پریکړه لیک به یوه(۱) یا دوې (۲) رایې ترلاسه کړي .
امریکا ویلي دي که چیرې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې خپل هدف ته ونه رسیږي په اټومي تړون کښې به د حل او اختلاف یعني هماغه د ماشه مکانیزم (Trigger Mechanism)فعال کړي خو له حقوقي نظره امریکا له دغه مکانیزم څخه د استفادې هیڅ حق نلري .
امریکا له اټومي تړون څخه له وتلو وروسته نور د دغه موافقې غړی هیواد نه دی او په اټومي تړون کښې له موجودو اوزارونو د خپلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره استفاده نشي کولای .
د ماشه د مکانیزم (Trigger Mechanism) په اجرا کولو د امریکا ټینګار د څو اړخیز پالنې لپاره خطر دی او له واشنګټن سره د اټومي تړون د غړیو هیوادونو ملګرتیا کول به خطرناکې پایلې ولري .
په همدې زمینه کښې په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف هم پرون وویل له ماشه مکانیزم د کار اخیستلو لپاره د ایران د وسله والو بایکاټونو د تمدیدولو لپاره د امریکا هڅه په نړیوال ډګر کښې خطره رامینځته کونکي ماجرا غوښتنه ده .