ظریف بیروت ته ورسید
Aug 14, 2020 05:29 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر له لبناني چارواکو سره د کتنې لپاره بیروت ښار ته لاړ.
محمد جواد ظریف د لبنان له چارواکو سره د ملاقات او د دغه هیواد له خلکو سره د غمرازۍ او پیوستون د اعلانولو په موخه بیګا بیروت ښار ته تلی او د لبنان د چارو د پرمخ بیولو د حکومت د خارجه وزیر شربل وهبه له خوا یې هرکلی وشه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر به لبنان ته په خپل دې سفر کښې د دغه هیواد له جګ پوړو چارواکو سره وګوري او د وروستۍ بوږنونکې چاودنې وروسته د دغه هیواد د بدلونونو په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.