په ټينګ اودرېدنې سره د صهيونېسټ رژيم ماتې يقيني ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92227-په_ټينګ_اودرېدنې_سره_د_صهيونېسټ_رژيم_ماتې_يقيني_ده
د ايران خارجه وزارت د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د لبنان د اسلامي مقاومت له ياړه ډکې کاميابۍ د څوارلسمې کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره تاکيد وکړ، په ټينګ اودرېدنې سره د صهيونېسټ رژيم ماتې يقيني ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2020 12:04 Asia/Kabul
  •  په ټينګ اودرېدنې سره د صهيونېسټ رژيم ماتې يقيني ده

د ايران خارجه وزارت د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د لبنان د اسلامي مقاومت له ياړه ډکې کاميابۍ د څوارلسمې کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره تاکيد وکړ، په ټينګ اودرېدنې سره د صهيونېسټ رژيم ماتې يقيني ده.

د ايران داسلامي جمهوريت خارجه وزارت نن د ۲۰۰۶ کال په جنګ کښې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې  د لبنان د اسلامي مقاومت د دغې کاميابۍ د کليزې په مناسبت چې غاصب رژيم ته يې تاريخي ماتې ورکړه په يو پېغام کښې د لبنان ملت، حکومت، فوځ او مقاومت او په تېره بيا د حزب ا... مشر ته مبارکي وويله.

په دغه پېغام کښې دې ته په اشارې سره چې درې دېرش ورځنے جنګ تر غاښونو په وسلوسنبال صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د د لنبان د خلقو د ټينګ اودرېدنې او قوت يوه نمونه وه راغلي دي، دغه ستره کاميابي چې د لبنانيانو د مختلفو پرګنو ترمېنځ د کورني يووالي او يو زړۀ توب په سيوري کښې ترلاسه شوه د لبنان او سيمې لپاره يې ثبات، امنيت او عزت په ډالۍ کښې راوړۀ.

د ايران خارجه وزارت تاکيد وکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت تل د لبنان د ملت او حکومت ترڅنګه ؤ او بيا به هم وي.